دویم تعقیب : کابل ( پژواک ۱۴ وږی ۹۲ ) : ملي امنیت وایي چې نن سهار وخته د لمانځه پر مهال د کابل ښار د شپږمې حوزې اړونده سیمه کې دوه تنه برید کوونکي وژل شوي دي.
دا برید نن د وږي په ۱۴مه، د سهار په ۴:۱۵ بجو د کابل ښار د شپږمې حوزې اړونده د پل سوخته ترڅنګ د کلای ناظر په سیمه کې شوی دی.
د ادریس احمد په نامه دسیمې یوه اوسیدونکي پژواک خبری اژانس ته وویل چې سهار وخته دوی د لمانځه لپاره پاڅیدلي وو، چې ناڅاپه یې د ډزو غږونه واوریدل.
هغه زیاتوي چې ډزې تر څو دقیقو پورې روانې وې ، وروسته ودریدې، خو دی نه پوهیږي چې څه پيښه رامنځته شوې ده.
پلخوا دافغانستان د ملي امنیت لوی ریاست وایي چې نن سهار وخته دوو تنو وسلوالو کسانو د کابل ښار په لویدیځه سیمه کې د امام حسن مجتی پر یوه جومات برید کړی و.
ددغه ریاست مطبوعاتي دفتر لخوا پژواک اژانس ته په یوه رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې برید کوونکي په دوه میله کلاشنکوفونو، دوه میله تمانچو، برچو او نورو مهماتو سمبال وو او د پولیسو جامې یې اغوستي وو.
سرچینه وایي برید کوونکي د یاد جومات پر لمونځ کوونکو ډزې پیل کړې، چې د لمونځ کوونکو او په سیمه کې دامنیتي ځواکونو له مقاومت سره مخامخ شول او دواړه برید کوونکي ووژل شول.
د ملي امنیت ریاست وایي چې د برید کوونکو په ډزو درې تنه لمونځ کوونکي ټپیان شوي دي.
سرچینه وایي، چې ددوی د لومړنیو معلوماتو له مخې برید کوونکي پاکستاني وګړي وو.
د عبدالعظیم په نامه د پيښې یوه عیني شاهد وایي چې وسلوالو کسانو غوښتل چې په دې سیمه کې پر حربي ښوونځی ډله ییز برید وکړي.
هغه پژواک اژانس ته وویل چې دوی غوښتل چې د یاد جومات پر چت وخیژي او له هغه ځایه پر حربي ښوونځی برید وکړي.
د شپږمې امنیتي حوزې جنایي مدیر نصرت په سیمه کې پژواک اژانس ته وویل چې دوه تنه ځانمرګي برید کوونکي مخې ته تر رسیدو مخکې دامنیتي ځواکونو لخوا وژل شوي دي.
هغه زیاته کړه، دا لا نه ده معلومه، چې دوی پر حربي ښوونځي برید د پلان درلود او که غوښتل یې کوم دولتي چارواکی په نښه کړي.
د جنایی مدیر په وینا، په دې اړه پلټنې پیل شوي دي.
وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP