کندوز (پژواک ١٤ وږى ٩٢): په کندوز ولايت کې د يوه قوماندان په ګډون شپږ وسله وال وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
دکندوز د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول وايي، چې ياد شپږ وسله وال په دشت ارچي ولسوالۍ کې د افغان ګډو ځواکونو د عملياتو پر مهال وژل شوي دي.
هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د وژل شوو په ډله کې د وسله والو قوماندان قاري بلال هم شامل دى.
حسيني زياته کړه، چې په دغه بريد کې څلور نور وسله وال او دوه سيمه ييز پوليس هم ټپيان شوي دي.
د کندوز امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول وويل، چې ياده وسله واله نښته تېره شپه د دشت ارچي په محمدعلم، حاجي سرفراز، زفتاني، ميرعلم او پنجر غونډيو کې رامنځ ته شوې ده.
خو د سيمې يوه اوسېدونکي محمدعلي وويل، چې په ياده سيمه کې نن له غرمې مخکې هم د ډزو غږونه اورېدل کېدل.
هغه وويل، چې په دې نښته کې د ملي ارود يو افسر او درې طالبان وژل شوي دي.
ياد اوسېدونکي وويل: ((که څه هم په جګړه کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې؛ خو د طالبانو فعاليتونه ډېر شوي او وېرېږو چې خلک زيانمن او بې ځايه نه شي.))
خوطالب وياند ذبيح الله مجاهد ادعا کوي، چې طالبانو دولتي ځواکونو ته د عمليات پر مهال کمين نيولى و، چې په ترڅ کې يې د ملي اردو ځواکونو د قوماندان نذير په ګډون ١٥ تنه وژل شوي دي.
هغه په دې نښته کې يواځې د يوه طالب وژل کېدل منلي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP