Language

افغانستان کې د ايساف يو سرتېرى وژل شوى

کابل (پژواک١٥وږى٩٢): ايساف وايي، يو سرتېرى يې نن د افغانستان په ختيځ کې د وسلوالو په بريد کې وژل شوى دى.

په کابل کې د ايساف مطبوعاتي دفتر په دې اړه په خپره شوې خبرپاڼه کې د دې سرتېري د هويت   په اړه څه نه دي ويلي، خو په ختيځو ولايتونو کې ډېر  امريکايي ځواکونه  مېشت دي .

د خپرو شويو راپورونو له مخې  د ٢٠١٣ ميلادي کال د پيل راهيسې په افغانستان کې  ١٢٢ بهرني سرتېري وژل شوي، چې ٩٦ يې امريکايان دي.