Language

چاودنې درې ماشومان ټپيان کړل

لښکرګاه ( پژواک ١٥ وږى ٩٢) :  د هلمند ولايت په ګرمسېر ولسوالۍ کې چاودنې  درې ماشومان ټپيان کړل .

 د ګرمسېر ولسوال محمدايوب عمر پژواک خبري اژانس ته وويل،چې دغه چاودنه نن له غرمې مخکې د ولسوالۍ په مرکز کې د مالونو د خرڅلاو په  سيمه (ګنج) کې رامنځته شوه.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه چاودنه د هغو چاودېدونکو توکيوله امله رامنځته شوه ، چې په سيمه کې په يو ولاړ موټرسايکل کې ځاى پر ځاى شوي وو.

هغه وويل، چې په پېښه کې ټپي شوي ماشومان چې درې واړه هلکان دي ، په ګرمسېر کې روغتيايي مرکز ته لېږدول شوي دي .

د دې چاودنې مسووليت تر دې دمه چا پر غاړه نه دى اخستى.