Language

کندوز ښار کې چاودنې يو تن ټپي کړ

کندز (پژواک١٥وږى٩٢): په کندوز ښار کې چاودنه شوې ،چې له امله  يې ددې ولايت د علي اباد ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو د قومندان عبدالجبار يو ساتونکى ټپي شوى دى.

د علي اباد ولسوال محبوب الله سعيدي وايي ، چې له غرمې وروسته په څلور بجو او پنځه لس دقيقو رامنځته شوه خو عبدالجبار يې  پر مهال  په موټر کې نه و.

دى وايي، تر اوسه څرګنده نه ده ، چې چادونه په سيمه کې د ځاى پر ځاى شوي ماين له امله وه او که د قوماندان پر موټر پورې ماين  نښلول شوى و.

د امان الله په نوم په سيمه کې يوه هټۍ وال وايي، چې تر ناڅاپي چاودنې وروسته يې په موټر کې يو پوليس په ټپي حالت کې وليد ، چې وروسته روغتون ته ولېږدول شو.

Related Topics