چاريکار (پژواک ١٥وږى٩٢): د پروان په مرکز چارېکارو کې سختې ګرمۍ د پيازو او روميانو ٦٠ سلنه کښت او ددې ولايت په بګرام ولسوالۍ کې کرنيزو افتونو د انګورو ٤٠ سلنه حاصل له منځه وړى دى.
د پروان د کرنې او مالدارۍ رياست له کرنيزو افتونو سره د مجادلې مدير جمهور اغا جاهد، د دې څرګندونو تر څنګ پژواک خبري اژانس ته وويل چې د يادو حاصلاتو د خرابوالي له امله شاوخوا لس زره بزګرانو ته زيان رسېدلى دى.
هغه وويل، چې دغه زيانونه د ياد شوي مديريت د څېړنو له مخې ثبت شوي دي.
د جاهد په وينا، د پيازو او روميانو تر څنګ، د تورو بانجانو، باميې او نورو سبو پنځه تر لس سلنې کښتونه هم زيانمن شوي، خو ډېر پياز او روميان خراب شوي دي.
جاهد وايي، چې سږ کال په پروان کې د حرات درجه په داسې حال کې د سانتي ګريد تر ٤٠ درجو ورسېده، چې په تېرو کلنو کې به تر ٣٥ درجو نه لوړېده.
د هغه په وينا، د پروان په مرکز کې ځکه يادو کرنيزو حاصلاتو ته زيان رسېدلى، چې هوا يې مرطوبه ده او په ډېره ګرمۍ کې رطوبت حاصلات زيانمن کوي.
دى وايي، چې اوس د ګرمۍ شدت کم شوى او د نورو سبو د خرابوالي خطر هم تقريبا له منځه تللى، خو د ياد شوي مديريت څېړنه ښيي، چې لا هم په بګرام کې د اتشک او خاکسترک د ناروغيو له امله د انګورو د خرابوالي ګواښ شته.
هغه وويل، چې دغه مديريت له بزګرانو سره د مرستې په موخه دوا په واک کې نه لري، خو يوې پنځه کسيزې ډلې ګومارلې، چې د حاصلاتو د خرابوالي د مخنيوي په موخه بزګرانو ته لازمې لارښوونې وکړي.
دى وايي، چې دغه ډله هره ورځ په بېلابېلو سيمو کې د بزګرانو له استازيو سره ناستې جوړوي او مشورې ورکوي.
د پروان د مرکز اړوند د بالاخېلو د سيمې اوسېدونکى شپېته کلن صافي فقير پژواک ته وويل، چې پر دوه جريبه مځکه يې پياز او روميانو کرلي و، خو ډېر د سختې ګرمۍ له امله له ګټې اخستو ولوېدل.
هغه وايي:” له دې کښت نه مې بايد پنځوس زره افغانۍ عايد لرلى، خو پنځه زره افغانۍ مې هم ترې تر لاسه نه شواى کړى.”
دغه راز د بګرام د ميان شاخ د سيمې بزګر سيدکريم وايي:” د انګور زر تاکونه مې د اتشک او خاکسترک پر ناروغيو مبتلا شول، ډېر انګور مې يې له منځه يوړل، دوا مو هم ورکړه، خو ګټۀ يې ونه کړه.”
دى وايي، چې د بګرام په بېلابېلو سيمو کې دغه ستونزه شتون لري او باغ لرونکو ته يې ډېر زيانونه اړولي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېر کال هم د وري په مياشت کې د سختو بارانونو له امله د پروان او کابل په ځينو ولسواليو کې د انګورو حاصلاتو ته زيان رسېدلى و.