جلال اباد (پژواک ١٦ زمرى ٩٢): د ختيځې سيمې د ليکوالو او ژورنالېستانو خپلواکې ټولنې د يوه موټريز کاروان په ترڅ کې پر خلکو غږ وکړ چې په ټاکنو کې د برخې اخيستنې لپاره نوم ليکنه وکړي.
د يادې ټولنې لسګونو غړو پرون تر غرمې وروسته د جلال اباد ښار په بېلابېلو برخو او يو شمېر نږدې ولسواليو کې د موټريز کاروان په ملتيا پر هېوادوالو غږ وکړ چې د رايه ورکونې کارتونه ترلاسه کړي.
د يادې ټولنې مشر پوهندوى لعل پاچا ازمون پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دې وروستيو کې د ټاکنو د کمېسيون له لوري خبر شوي چې په ننګرهار او نورو ختيځو ولايتونو کې کمو خلکو نوم ليکنه کړې ده.
د هغه په وينا، په همدې موخه چې د يادې سيمې حيثيت خوندي پاتې شي او په ټاکنو کې فعاله ونډه واخلي، ياد کمپاين يې په لاره اچولى و.
ازمون زياته کړه: ((موږ دا نه وايو چې چا ته رايه ورکړي او چا ته يې دې نه ورکوي، خو د رايې ورکونې کارتونه دې واخلي.))
نوموړى زياتوي، چې د رايې ورکونې کارت په هېواد کې د خپلې خوښې حکومت د رامنځته کولو لپاره ښه او غوره لاره ده.
دى وايي، چې د دغه کمپاين لړۍ به جاري ساتي او د هرې جمعې په ورځ به په ننګرهار او يو شمېر نورو ولايتونو کې کمپاين کوي.
ازمون زياته کړه: ((که چېرې څوک د رايې ورکونې کارت وانه خلي نو دا سيمه به يې له خپلو حقوقو څخه بې برخې کړې وي.))
ده د دولت له وسله والو مخالفينو وغوښتل، چې ولسونه دې د رايې ورکونې د کارتونو اخيستو ته پرېږدي او د پښتنو د نوم ژوندي ساتلو لپاره دې قرباني ورکړي او خلک دې وهڅوي، څو د رايې ورکونې کارتونه ترلاسه کړي.
ليکوال او ژورنالېست ضياءالرحمن حسرت پژواک اژانس ته وويل، يو شمېر داخلي او بهرني دښمنان کوښښ کوي چې د رايې ورکونې د کارتونو د وېش په پروسه کې خنډونه رامنځته کړي.
دى وايي، که چېرې ختيځ مېشتي د رايې ورکونې کارتونه ترلاسه نه کړي نو په راتلونکو ټاکنو کې به خپل ځان ثابت نه شي کړاى.
نوموړى زياتوي: ((پر دې ننګ په کار دى چې نر او ښځې راووځي او کارتونه واخلي.))
حسرت پر ټولو هېوادوالو غږ وکړ چې له دې زرينې موقع دې ګټه واخلي او د رايې ورکونې کارتونه دې ترلاسه کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP