Language

د رحمانی پر ساتونکو بريد کې پنځو تنو ته مرګ ژوبله واوښته

چاريکار(پژواک ١٦ وږى ٩٢): په ولسي جرګه کې د پروان د خلکو استازي مير رحمان رحماني پر ساتونکو د ناقانونه وسله والو په بريد کې له دواړو لوريو  يو ، يو تن وژل شوى دى .

دغه بريد، چې له بريدکوونکو يو تن او  د رحماني له ساتونکو دوه تنه په کې ټپيان شوي هم  دي ،  نن سهار شاوخوا نهه بجې د پروان ولايت د بګرام ولسوالۍ په توقچي سيمه کې رامنځته شوى دى .

دا څرګندونې د بګرام ولسوال عبدالشکور قدوسي پژواک خبري اژانس ته وکړې او ويې ويل، چې د رحماني ساتونکي  په ياده سيمه کې په موټر کې روان وو، چې د ناقانونه وسله والو تر بريد لاندې راغلل.

قدوسي د يادو ناقانونه وسله والو د پېژندګلوۍ په اړه معلومات ورنه کړل، خو ويې ويل ، چې د بريدکوونکو له ډلې د وژل شوي تن مړى د بګرام په شاکاه سيمه کې  د هغه کورنۍ ته سپارل شوى دى .

دى وايي، چې له بريدکوونکو څخه ټپي شوى تن يې له يو شمېر نورو ملګرو سره په تېښته بريالى شوى ، خو پوليسو په بريد کې د لاس لرلو په شک  درې تنه نيولي دي .

هغه وويل، چې د رحماني له ټپي شويو ساتونکو څخه يو تن د درملنې لپاره کابل ته لېږدول شوى او بل يې په بګرام کې په يوه کلينيک کې تر درملنې لاندې دى.

 دى وايي، چې د رحماني له ساتونکو د وژل شوي کس مړى هم ياد کلينيک ته لېږدول شوى دى .

سرچينې زياته کړه ، چې  د بريد علت او په اړه نور جزييات به يې تر پلټنو وروسته معلوم شي .

د عبدالله په نوم عيني شاهد هم په بريد کې د مرګ ژوبلې په اړه د ولسوال څرګندونې تاييدوي .

عبدالله پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د رحماني د ساتونکو موټر په سيمه کې تېرېده ،چې ناڅاپې ډزې پرې پيل شوې.

هغه وايي، چې د رحماني ساتونکو هم ځوابي ډزې پيل کړې او شاوخوا ٧ دقيقې لنډه نښته رامنځته شوه .  دى وايي، چې وروسته  پوليس ور ورسېدل او سيمه يې کلابنده کړه.    

هڅه مو وکړه ،چې په دې اړه له ميررحمان رحماني سره خبرې وکړو ، خو اړيکه ورسره ټينګه نه شوه .

Related Topics