لښکرګا (پژواک ١٦ وږى ٩٢): د هلمند امنيتي مسوولين وايي، چې سلګونه کيلوګرامه چاودېدونکي توکي يې نيولي او ورسره په تړاو يو تن هم نيول شوى دى.
په دغه ولايت کې د سرحدي پوليسو د شپږم زون د دويم کنډک قوماندان سمونمل علي جان د وږي په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه توکي يې د پاکستان پولې ته څېرمه په خانشين ولسوالۍ کې نيولي دي.
هغه زياته کړه، چې دغه چاودېدونکي توکي په يوه موټر کې ځاى پر ځاى شوي وو او غوښتل يې نورو سيمو ته يې ولېږدوي.
د نوموړي په وينا، سرحدي پوليسو د پټو معلوماتو پر بنسټ په سرحدي سيمه کې عمليات په لاره واچول چې په ترڅ کې يې ياد موټر چې په کې ١٣٧٠ کيلوګرامه چاودېدونکي توکي ځاى پر ځاى شوي وو، ونيول.
علي جان وايي، نيول شوي کس په دې اعتراف کړى چې ياد توکي يې له پاکستان څخه راوړي وو او د فراه ولايت د بکوا سيمې ته يې لېږدول.
وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.