چاريکار (پژواک ١٦ وږى ٩٢): د پروان ولايت په شينواري ولسوالۍ کې پر سړک د ځاى پر ځاى شوو ماينونو په دوو بېلابېلو چاودنو کې دوه پوليس وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
د يادې ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونوال حسين شاه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن له غرمې مخکې شاوخوا ١١ بجې د شينواري په “دهن کفشان” سيمه کې د عامه نظم ساتنې د پوليسو پر موټر د ماين چاودنه وشوه.
هغه وايي، چې په دې چاودنه کې د عامه نظم ساتنې درې پوليسو ټپيان شول.
ده وويل، چې لږ وروسته سيمه ييز پوليس د دې چاودنې سيمې ته د پوليسو مرستې ته پر لاره وو، چې د هغوى پر موټر هم د ماين چاودنه وشوه او له امله يې د سيمه ييزو پوليسو يو سرتېرى ووژل شو.
خو د پروان د عامې روغتيا مشر ډاکټر محمدقسيم سعيدي وايي، چې د عامه نظم د ساتنې پوليسو له ټپيانو څخه هم يو تن دغه روغتون ته پر لاره ساه ورکړې ده.
دى وايي، چې دا مهال د يادو چاودنو دوه ټپيان او دوه مړي د پروان په ولايتي روغتون کې دي او د ټپيانو روغتيايي وضعيت د ډاډ وړ دى.
تر دې دمه د ياد چاودنو مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.
شاوخوا دوې مياشتې مخکې هم د شينواري په ياده سيمه کې د عامه نظم د ساتنې يو پوليس د ماين په چاودنه کې وژل شوى و.
د شينواري امنيه قوماندان وايي، چې وسله وال مخالفين ځکه له ماينونو کار اخلي، چې له دولتي ځواکونو سره مخامخ جګړه نه شي کولاى.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP