کندهار ، جلال اباد ( پژواک ١٦ وږى ٩٢ ) : په کندهار کې په داسې حال کې نوى ښوونيز کال پيل شو، چې لا هم د بېلابېلو ستونز له امله تر ١٠٠ زيات ښوونځي تړلي پاتې دي .
بلخوا په شته ښوونځيو کې بيا د درسي خونو، مسلکي ښوونکو، کتابونو او نورو نشتوالى تر سترګو کېږي.
د کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا، د وږي په ١٦مه، د پوهنې رياست له مسوولينو او ښوونکو سره يو ځاى د ميرويس مېنې د نجونو په هغه ليسه کې نوى تعليمي کال پيل کړ، چې څو کاله وړاندې يې پر يو شمېر ښځينه زده کوونکو تېزاب پاشل شوي وو.
ډاکټر توريالي ويسا د نوي تعليمي کال د پيل په مناسبت زده کوونکيو ته مبارکي وويله او خوښي يې وښودله، چې د نوي تعليمي کال په لومړۍ ورځ په زرګونو زده کوونکي په کندهار ښار او ولسواليو کې خپلو ښوونځيو ته حاضر شوي دي.
هغه زياته کړه، په کندهار ښار او ولسواليو کې ګڼ شمېر ښوونځي د جګړو او ناامنيو له امله زيانمن شوي، چې اوس يې ترميم ته اړتيا ليدل کېږي او په دې اړه يې له وزارت سره ستونزې شريکې کړې دي.
ده وويل، وزارت ورسره په روان ښوونيز کال کې د ٢٦ ښوونځيو د ودانۍ د ترميم ژمنه کړې ده، چې کار به يې ژر پيل شي.
والي د تړلو ښوونځيو په اړه وويل، چې اوسمهال په کندهار کې نږدې ٤٠٠ ښوونځي فعال دي، خو لسګونه نور لا هم تړلي پاتې دي.
نوموړي زياته کړه: ((په تېر کې د تړل شويو ښوونځيو لامل ناامني ګڼل کېدله، خو اوس دغه ستونزه په ډېرو سيمو کې حل شوې ده، خو اوسمهال د بندو ښوونځيو لامل زيربنايي مسايل او د مسلکي ښوونکيو کمښت دى.))
خو هغه هيله وښودله، چې د مسلکي ښوونکو د کمښت ستونزه به کرار کرار هواره شي، ځکه اوسمهال د کندهار پوهنتون د تعليم او تربيې په پوهنځي او دارالمعليمن کې په سلګونو ځوانان په زده کړو بوخت دي او هغوى کولاى شي دغه تشه ډکه کړي.
د کندهار د پوهنې رياست تدريسي مرستيال عوض نظري پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د پوهنې رياست هڅه دا ده، چې په نوي ښوونيز کال کې زياتې ستونزې حل کړي.
هغه زياته کړه، همدا اوس يې د ښوونځيو ٩٠ سلنه درسي توکي پوره کړي، غير مسلکي ښوونکي يې له دندو لرې کړي، د هغوی پر ځاى يې نوي مسلکي ښوونکي ګومارلي او په دې سربېره يې د بندو ښوونځيو د پرانيستلو هڅې روانې کړې دي.
د نوموړي په وينا، اوسمهال په کندهار ښار او ولسواليو کې لا هم د سلو په شاوخوا کې ښوونځي تړلي دي، چې ٤٠ يې جديد التاسيس دي، چې بايد له سره جوړ شي.
ده وويل: ((سږ کال به د پوهنې وزارت په مرسته تر ٢٥ پورې د ښوونځيو لپاره نوې ودانۍ جوړوو او دغه راز به له ٥٠ تر ٦٠ پورې د ښوونځيو د ترميم چارې تر سره شي.))
نظري ومنله، چې يواځې په کندهار ښار کې له ٢٠ تر ٣٠ پورې په ښوونځيو کې زده کوونکي د ځاى د کمښت له امله په خېمو کې زده کړې کوي، چې سږ کال هم ورسره يونيسيف ادارې د ٥٠٠ په شاوخوا کې د خېمو مرسته کړې ده.
هغه په روان کال کې د مسلکي ښوونکو د ګومارلو په اړه وويل، سږ کال پلان لري، چې تر ١٥٠٠ پورې مسلکي ښوونکي جذب کړي او دغه راز به يو شمېر مسلکي استادان په يو څه امتياز ولسواليو ته ولېږي، تر څو په دې توګه د ښوونکو د کمښت ستونزه هواره شي.
نوموړي دغه راز وويل، چې سږ کال به ٤٢ زره نوي زده کوونکي هم ښوونځيو ته جذب کړي، چې په دغه لړۍ کې يې په روانه يوه اوونۍ کې نهه زره ماشومان ښوونځيو ته داخل کړي دي.
د ده په خبره، د ټول کندهار په کچه دا مهال يو سل او اووه اويا زره زده کوونکي لري، چې پنځوس زره يې نجونې دي.
دی وايي، نجونو ته اتيا تنه ښوونکې درس ورکوي او په دې سربېره، ٤٧٠٠ ښوونکي لري، چې ٧٠ سلنه يې مسلکي دي.
د ميرويس مېنې يو شمېر نجونو زده کوونکو پژواک خبري اژانس ته وويل، چې لويه ستونزه يې ناامني، د ټولګيو خراب حالت او په ښوونځي کې د لوبو د ميدان نشتوالى دى.
د زينب په نوم د اتم ټولګي يوه زده کوونکې وايي، اوس هم چې کله ښوونځي ته راځي ،نو د وېرې احساس کوي، دغه راز کله چې ښوونځي ته راشي، نو دلته په خېمه کې زده کړې کوي، چې په اوړي کې له ګرمۍ او په ژمي کې له يخ څخه ځورېږي.
د منير احمد په نوم يوه زده کوونکي بيا د درسي خونو او نورو ستونزو تر څنګ د کتابونو د کمښت د ستونزې يادونه وکړه او ويې ويل، چې تېر کال يې د څو مضامينو کتابونه نه لرل او غوښتنه يې وکړه، چې سږ کال دې د کتابونو د کمښت ستونزه هواره شي.
د کندهار د پوهنې رياست چارواکي يادې شوې ستونزې مني او وايي، سږ کال يې د کتابونو د کمښت ستونزه ٩٠ سلنه هواره کړې او دغه راز د نورو ستونزو د حل لپاره هم هلې ځلې کوي.
د يوه بل خبر له مخې ، نن په ننګرهار ولايت کې هم نوى ښوونيز کال پيل شو.
د دې ولايت د پوهنې رياست وياند اصف شينوارى وايي، چې نن په دې اړه د جلال اباد په يوه لېسه کې مراسم نيول شوي وو، چې د چاروکو ترڅنګ ښوونکو او زده کوونکو هم پکې برخه اخيستې وه.
نوموړى زياتوي ،چې سږکال دوى ته د پوهنې وزارت له لوري د ٩٢ زره نويو زده کوونکو د جذب هدف ورکړل شوى ، چې په کې به ٣٢زره نجونې وي .
اصف شينوارى وايي، په تېر کال کې د ننګرهار د پوهنې رياست دوه کارکوونکي د وسله والو له لوري وژل شوي دي، چې يو يې په بټي کوټ ولسوالۍ کې د نازيانو ولسوالۍ د پوهنې د مريت د نظارت سرپرست دى او بل څو اونۍ وړاندې د چپرهار د پوهنې د مدير وژل کيدل دي.
د ننګرهار مرستيال والي محمد حنيف ګرديوال وايي ، چې د ننګرهار د پوهنې برخه لا هم ګڼې ستونزې لري، مګر تر اوسه نه دي حل شوي.
نوموړى د ښځينه زده کوونکو لپاره د ښوونکو نه شتون هغه ستونزه ګڼي، چې د اناثو لپاره د زده کړې په بهير کې يې خنډونه واقع کړي دي.
ده وويل: (( پخوا ننګرهار د سولې، امن او ادب زانګو وه، مګر اوس خو ورته د امن زانګو نه شو ويلى، ځکه امنيتي ستونزې زياتې دي.))
په ګرم سېرو سيمو کې نن د تعليمي کال لومړۍ ورځ ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP