Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بې سوادۍ سره د مبارزې په موخه د پوهې صندوق جوړیږي

کابل ( پژواک ۱۷ وږی ۹۲ ) :  د سواد د نړیوالې ورځې په مناسبت په کابل کې دیوې پراخې غونډې په ترڅ کې په هیواد کې د بې سوادۍ پر وړاندې د مبارزې په موخه د پوهې د صندوق د جوړولو اعلان وشو.

 

دغه غونډه د افغانستان کرکټ بورډ او د افغان ملي غورځنګ لخوا د وږي په ۱۷مه، د کابل د کرکټ په نړیوال لوبغالي کې جوړه شوې وه.

 

په دې غونډه کې سلاکار وزیر او د افغانستان کرکټ بورډ لوی رییس شهزاده مسعود، د پوهنې وزارت مرستال محمد اصف ننګ، د ملي شورا غړو، د کرکټ بورډ او پوهنې وزارت نورو مسوولینو ، ملي لوبغاړو  او سلګونو کسانو برخه اخیستې وه.

 

شهزاده مسعود  وویل چې د تیرو دریو لسیزو د بدبختیو لوی عامل بې سوادي او ناپوهي ده.

هغه زیاته کړه چې هیوادونو سواد او پوهې سره پرمختګونه کوي .

سلاکار وزیر وویل چې د افغانستان کرکټ بورډ پخپل ستراتیژیک پلان کې پوهه شامله کړې او په همدې موخه یې د پوهنې وزارت سره د یوه تړون له مخې د کرکټ لوبه په تعلیمي نصاب کې  شامل کړی دی.

ده زیاته کړه : (( موږ غواړو چې ټولنې ته لوستي لوبغاړو وړاندې کړو.))

 

دافعان ملي غورځنګ په استازیتوب ډاکټر خوشحال روهي خبرې وکړې او ویې ویل چې اسلام تر هر دین زیات پرعلم او پوهنې ټینګار کړی دی.

ده زیاته کړه : (( موږ مسلمانان یو، خو له بده مرغه له پوهې او تعلیم څخه لرې پاتې شوي یو.))

ډاکټر روهي وویل چې دافغانستان کرکټ بورډ سره یې په ګډه نن د بې سوادې پر ضد مبارزه او جهاد پیل کړې ده او دا به ولایاتو او ولسوالیو ته هم وغځوي.

هغه زیاته کړه،پریکړه یې کړې چې هر کال د پوهنې په برخه کې زیاتو خدمتونو کوونکي ته د پوهنې د اتل مډال او د پوهې اتل جایزه ورکوي.

نوموړی وایي : (( دغه مبازه او جهاد باید له خپل کور ، کوڅې او کلي څخه پیل کړو.))

د افغان ملي غورځنګ دغه غړي وویل چې دوی د پوهنې دیوه صندوق د جوړولو پریکړه کړې او هر افغان باید د  پوهنې د پرمختګ لپاره د میاشتې سل افغانۍ دغه صندوق ته ورکړي.

د هغه په وینا، ډیر ژر به ددې صندوق د چارو پرمخ وړلو لپاره کمیسیون او بانکي حساب جړ شي.

ډاکتر روهي وویل چې ددې صندوق له پيسو څخه به په هغو سیمو کې چې ښوونځي نه وي، په جومات، حجره او دیره کې زده کړه ورکول کیږي.

نوموړي د ښوونې او رونې  له وزارت څخه وغوښتل چې په دې برخه کې له دوی سره نه یواځې همکاري وکړي، بلکې ددوی وړاندیزونه او نیوکې واوري.

د پوهنې وزارت مرستیال محمد اصف ننګ غونډې ته د وینا پر مهال دا یوه اقدام وباله او له خپل لوري یې د هر ډول ملاتړ ډاډ ورکړ.

ننګ وویل چې د پوهنې وزارت د سواد لپاره ډیرې هلې ځلې کړې او په دې برخه کې یې ډیر پرمختګونه هم کړي دي.

د هغه په وینا، اوسمهال د څلور میلیونو نجونو په ګډون ۱۰ میلیونه کسان ښوونځي ته ځي.

د ملي غورځنګ غړي ډاکټر فیض محمد ځلاند له ټولو خلکو وغوښتل چې په دې مبارزه کې له دوی سره همکاري وکړي.

د هغه په وینا، ددې مبارزې پر وړاندې چې هر څوک خنډ راولاړوي، دوی به یې له منځه وړي.

ددې غونډې پر مهال د کابل پوهنتون استادانو، او دیني عالمانو هم د علم او سواد په اړه ګټورې ویناې وکړې.

د غونډې په پای کې دافغانستان د کرکټ د ۱۹ کلنو ملي لوبغاړو ترمنځ د لسو اورونو لوبه هم ترسره شوه.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.