Language

جګړو کې لښکرګاه ته د برېښنا غځېدلي مزي پرې شوي

لښکرګاه (پژواک ١٧ وږى ٩٢): د هلمند په سنګين ولسوالۍ کې د جګړې له امله له تېرو دوو اونيو د لښکرګاه برېښنا پرې شوې ده.

د هلمند د برېښنا رياست تجارتي مرستيال انجنير نصرالله قانع خبريالانو ته وويل، چې له تېرو دوو اونيو راپه دېخوا د لښکرګا او کندهار ښارونو برېښنا په سنګين ولسوالۍ کې پرې شوې ده.

نوموړي وويل، په سنګين کې د دولت او وسله والو مخالفينو تر منځ جګړه کې د برېښنا مزي او ستنې تخريب شوې دي.

 د ده په خبره، د نا امنيو له امله د دوى پرسونل نه شي کولى سيمې ته ولاړ شي، څو پرې شوي مزي او چپه شوې پايې ورغوي.

ده زياته کړه، که جګړه نه وي وسله وال طالبان لښکرګاه او کندهار ښار ته د برېښنا د تېرېدو مخالفت نه کوي.

قانع له دواړو خوا غوښتنه وکړه، چې د برېښنا د مزيو او پايو ساتنه وکړي ځکه د برېښنا ګټه عام ولس ته رسېږي.

مسوولين وايي، په لښکرګاه کې برېښنا نشته خو عام ښاريان بيا ادعا کوي، چې په لښکرګاه کې دولتي مسوولينو ته د برېښنا رياست له لوري د جنراتورونو برېښنا ورکړل شوې ده.

د لښکرګاه د ساپيانو سيمې اوسېدونکي ګلا جان پژواک اژانس ته وويل، د برېښنا د مزو له پرې کېدو سره سم د سون توکو ګاز او لرګو بيې هم لوړې شوې دي.

هغه وايي، د ښار په جوماتونو کې د اوداسه او څښاک اوبه نه پيداکېږي. دى له وسله والو مخالفينو غوښتنه کوي، چې د برېښنا پرسونل ته اجازه ورکړي، څو زيانمن شوي مزي او پايې جوړې کړي.

د لښکرګاه د کارته لګان اوسېدونکى حميدالله وايي: (( دولتي مسوولين د برېښنا د بيارغولو لپاره هڅه نه کوي، هغوى د جنراتور له برېښنا څخه کار اخلي خو د ولس ستونزو ته پاملرنه نه کوي.))

نوموړي زياته کړه، ډېرى خلک د څښاک اوبه نه لري، شتمن کسان او دولتي مسوولين خپله ستونزه هوارولى شي، خو بې وزله او د ښار خلک د دې ستونزې د حل لپاره امکانات نه لري.

لښکرګاه او کندهار ښارونو ته د برېښنا د پرې کېدو ستونزې لومړى ځل نه دي تر دې وړاندې هم وسله والو څو ځلې د برېښنا مزي پرې کړي وو.

دولتي مسوولين په داسې حال کې د جګړې له امله د برېښنا د پرې کېدو خبره کوي، چې د سيمې خلک بيا وايي، وسله والو طالبانو قصداً سلګونه متره د برېښنا مزي پرې کړي او يو شمېر پايې پر بمونو الوځولې.

Related Topics