Language

” د باميانو والي ته د رامون مګسيسي جايزې ورکړه افغانستان ته لوى وياړ دى”

 کابل (پژواک ١٧ وږى ٩٢): ولسمشر حامد کرزي، د هېواد په کچه د باميانو ولايت د لومړنۍ ښځينه والي حبيبې سرابي له لوري د “رامون مګسيسي” جايزې تر لاسه کول، افغانستان ته يو وياړ بللى دى.

 دغه جايزه د فليپين د ولسمشر رامون مګسيسي په نوم، چې په ١٩٥٧ ميلادي کال کې يې  په يوه هوايي پېښه کې ژوند له لاسه ورکړ، ياديږي.

  د رامون مګسيسي سازمان، چې مقر يې د فليپين په پلازمېنه مانيلا کې دى، دغه جايزه هغو کسانو ته ورکوي، چې په ټولنه کې يې مثبت بدلونونه راوستي وي.

په دې وروستيو کې د باميانو والي حبيبه سرابي هم له دې جايزې برخمنه شوې ده.

  حامد کرزي د باميانو واي سره د هغې ناستې په ترڅ کې، چې په ارګ کې تر سره شوه، هغې ته د رامون مګسيسي جايزې تر لاسه کولو مبارکي وويله او زياته يې کړه، چې دغه جايزه  د نړۍ له بهترينو جايزو څخه ده، چې په اسيا کې د نوبل جايزې حيثيت لري او د ډېر وياړ ځاى دى، چې د هېواد يوه مېرمن د خپلو ښو کړنو د تر سره کولو په بدل کې د دغې جايزې له لارې نړيوال شهرت تر لاسه کوي.

 د باميانو والي حبيبې سرابي، له ولسمشر څخه د مننې ترڅنګ وويل، چې د دغې جايزې تر لاسه کول، دې او ټول افغانستان ته يو لوى وياړ دى او زياته يې  کړه: ” ژمنه کوم، چې هېواد ته به له دې لا ډېر خدمتونه تر سره کوم.”

د باميانو والي له دې وړاندې له پژواک سره په يوه ځانګړې مرکه کې ويلي و، چې دغه جايزه نوموړې ته د ښې حکومتدارۍ، د امنيت، چاپيريال ساتنې او د ښوونې او روزنې  په برخه کې، چې پکې د باميانو ٤٥ سلنه نجونو ښوونځيو ته لاره موندلې او نورو برخو کې د ورته خدمتونو په بدل کې ورکړل شوې ده. 

 د هغې په وينا،دا جايزه ښيي، چې ښځې په خپلو ټولو اجراييوي برخو کې بريالۍ دي،د افغانستان په حکومت کې د ښځو د شتون له امله ، دغه حکومت مخکښ دى  او نړېواله ټولنه په دې باور ده، چې افغان دولت په اجرائيوي برخو کې ښځو ته ښه ونډه ورکړې ده.

 د باميانو والي څرګنده کړه: ” دا جايزه يواځې زما اړونده نه ده، بلکې د افغانستان په هر وګړي پورې تړلې او داسې نه احساسوم، چې ګواکې يواځې په ما پورې اړونده ده.”

Related Topics