غزني (پژواک ١٧ وږی ۹۲): په غزني کې د خصوصي سکتور مسوولين او د فابريکو يو شمېر خاوندان وايي، د صنعتي پارکونو لپاره لس کاله مخکې ځمکه بېله شوې، خو اوس هم دغه ځمکه د دوى په واک کې نه ده ورکړل شوې.
ياد مسوولين وايي، که چارواکو ورسره په دې برخه کې مرسته کړې وای ، نو تر اوسه به يې د ځينو کارخانو او فابريکو جوړولو چمتووالى نيولى و.
په غزنی ښار کې د شيريني جوړولو فابريکې خاوند محمد رضا فکوری پژواک ته وويل، لس کاله کېږي، د صنعتي پارکونو لپاره ځمکه بېله شوې، خو دا چې دولت يې ولې د خصوصي سکتور په واک نه ورکوي، نه ده ورته معلومه.
فکوري زياتوي: ((چارواکي نه غواړي په غزني کې فابريکې جوړې شي، غزني ته چې هر والي راغلی لومړی يې همدا ژمنه وي، چې صنعتي پارکونو ته به ځمکې ورکوي.))
د ده په خبره، که دولت صنعتي پارکونو ته ځمکه ورنه کړي ، نو افغان سوداګر به هم زړه نه ښه نه کړي، چې په دغه ولايت کې پانګه اچونه وکړي.
۳۵ کلن احمدشاه چې اوسمهال بې کاره دى، د غزني پر چارواکو نيوکه کوي او وايي، چې دولت دوی ته د کار هيڅ زمينه نه ده برابره کړې.
نوموړي پژواک ته وويل، چې که دولت بې روزګاره خلکو ته د کار زمينه نه شي برابرولی، نو د خصوصي سکتور مخه دې هم نه نيسي.
هغه زياتوي: ((دا ځل مې نيت کړی که کار راته پيدا نه شو، نو د مخالفينو په ليکو کې درېږم او د دولت په خلاف جګړه کوم.))
په غزني کې د احمدشاه په څېر سلګونه ځوانان بې کاره دي او تر اوسه دولت ورته د کار کولو هيڅ اسانتياوې نه دې برابرې کړې.
په غزني کې د خصوصي سکتور ډېری سوداګر او د کارخانو خاوندان تور لګوي، چې يو شمېر چارواکي په لوی لاس د دوى د کار او پانګې اچونې په برخه کې ستونز ې جوړوې او هيڅ مرسته نه کوي.
په غزني کې د سوداګرۍ خونې رييس عبدالمتين قلندري وايي، په دغه ولايت کې د صنعتي پارکونو لپاره ١٠٠٠ جريبه ځمکه بېله شوې، خو د نامعلومو دلايلو له امله د خصوصي سکتور په واک کې نه ده ورکړل شوې.
نوموړي پژواک ته وويل: ((چارواکي نه غواړي چې دا ځمکه دې زموږ په اختيار کې راکړل شي، د غزني په اداره کې پراخ فساد شته.))
د ده په خبره، که دولت په دې لاره کې مرسته کړې وای، نواوس به سلګونو ځوانانو ته د کار زمينې برابرې شوې واى.
قلندري وايي، په دې اړه يې څو ځلې خپله ستونزه چارواکو ته رسولې ، خو په دې اړه کوم عملي اقدام نه دى شوى.
د ده په خبره، که د غزني چارواکي غواړي د خپل ولايت اقتصادي حالت ته تغيير ورکړي او ځمکه د دوی په واک کې ورکړي نو په دغه ولايت کې به لسګونه فابريکي جوړې شي.
د غزني چارواکي هم ياده ستونزه مني او وايي، چې تر اوسه دغه ځمکه د خصوصي سکتور په واک نه ده ورکړل شوې.
د غزني مرستيال والي محمد علي احمدي مني، چې د صنعتي پارک لپاره په لوی لاس د غزني په اداروکې د ځينو مامورينو له خوا خنډونه رامنځ ته کېږي.
احمدي وايي: ((په دې ځمکه کې نه يوازې چارواکي لاسوهنه کوي بلکې يو شمېر مافيايي ډلې نه غواړي ځمکه خصوصي سکتور ته وسپارل شي.))
نوموړي زياته کړه، نه يو توانېدلي خلکو ته په دې برخه کې اسانتياوې رامنځ ته کړو.
محمدعلي احمدي وويل، بايداوس په غزني کې زياتې فابريکې موجودې واى خو بايد ومنو چې د غزني اداره د مافيا پر وړاندې پاتې راغلې او زور يې نه لري.