ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هرات کې روزنيزه چورلکه غورځېدلې

هرات کې روزنيزه چورلکه غورځېدلې

هرات ( پژواک ١٧ وږى ٩٢) چارواکي وايي، د شينډنډ هوايي ډګر پورې اړوند د امريکايي ځواکونو د روزنيز  پروګرام يوه چورلکه رانسکوره او دوه افغان سپرلي يې ټپيان شول.

د شينډنډ امينه قوماندان سمونوال محمد غوث مليار د وږي په ١٧مه پژواک اژانس ته وويل،چې چورلکه دتخنيکي ستونزو له امله غورځېدلې ده،خو هغه يې د غورځيدو د ځاى او وخت په اړه د جزياتو له ورکړې ډډه وکړه.

د هرات ولايتي شورا کې د شينډنډ د خلکو استازي تورمحمد ظريفي پژواک ته وويل، پېښه پرون مازيګر د عزيز اباد په سيمه کې رامنځ ته شوې ده.

نوموړي وويل، چې چورلکې د عزيز اباد په سيمې کې د غرو په لمن کې ناسته کوله،چې لومړى د چاودنې غږ واورېدل شو او بيا لمبې راپورته شوې.

هغه زياته کړه،په دې اړه معلومات نه لري،چې په پېښه کې به بهرنيان ژوبل شوي او که افغان ځواکونه، د ده په وينا، چې په سيمه کې امبولانس چورلکې ليدل شوې دي.

له څو کلونو راهيسې د شينډنډ په هوايي ډګر کې د افغان پيلوټانو روزنه روانه ده، د پرونۍ پېښې په اړه دفاع وزارت او نه هم نړيوالو ځواکونو څه ويلي دي.

 شينډنډ د هرات ښار په ختيځ کې ٤ ٥ کيلومتره لرې پروت دى.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.