غزني ښار (پژواک ۱۸ وږی ۹۲): غزني مېشتو خبريالانو د يوې غونډې په ترڅ کې پرېکړه وکړه، چې له نن وروسته به د ولايت مقام اړوند خبرونه نه خپروي او په غونډو کې به يې هم ګډون نه کوي.
خبريالانو دا پرېکړه له هغه وروسته وکړه، چې په دې وروستيو کې د غزني والي رسنيو ته د معلوماتو له ورکړې ډډه کوي او دغه راز د امنيتي ځواکونو له لوري خبريالان ګواښل او وهل کېږي.
د غزني د خبريالانو ټولنې مشر او د بي بي سې خبريال اسدالله جلالزی وايي: ((په غزني کې د خبريالانو پر وړاندې ټول خنډونه د غزني والي موسى خان اکبرزاده جوړ کړي، هغه نه غواړي چې په غزني کې دې رسنۍ پرمختګ وکړي.))
نوموړي زياته کړه، نږدې څلور کاله کېږي، چې موسى خان اکبرزاده د غزني د والې په توګه ټاکل شوی خو ولايتي اداره تر اوسه رسمې وياند نه لري، بلکې نورو ادارو ته يې هم ويلي چې خبريالانو ته معلومات ور نه کړي.
جلالزى زياتوي، ښه بېلګه يې دوه ورځې وړاندې د وسله والو طالبانو له لوري په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو د استازې فرېبا احمدي کاکړ خوشې کېدل و، چې په اړه يې خبريالانو ته معلومات نه ورکول کېدل.
دغه راز د هغه په وينا، د غزني چارواکي په دې وروستيو کې د خبريالانو د ګواښلو ترڅنګ هغوى وهي ډبوي هم او دغه کارونه ټول د والي په دستور ترسره کوي.
جلالزي ګواښ وکړ، چې له دې وروسته به د ولايت خبرونه نه خپروي اوکه والي اکبرزاده دغه ستونزه حل نه کړي رسمي وياند پيدا نه کړي، نو خبريالان به د تل لپاره له ولايت سره اړيکې پرې کړي.
نږدې لس ورځې مخکې د غزني پر پي ار ټي د ډله ييز ځانمرګي بريد پر مهال د ملي امنيت کسانو يو خبريال وهلى او څو تنو ته يې د مرګ ګواښ کړى و.
په غزني کې د کليد راډيو خبريال محمدعارف نوري هم د غزني د چارواکو له ناوړه چلنده سر ټکوي او وايي، چې د والي له لوري خبريالانو ته زياتې ستونزې پيدا شوې دي.
نوموړي پژواک ته وويل، د خبر د تاييد لپاره حيران وي، چې چا ته زنګ ووهي، والي وياند نه لري، په خپله والي ته که زنګ وهي ټيلېفون ته ځواب نه وايي.
د نوري په وينا، خبريالان يواځې د ولايت تشريفاتي غونډو ته غوښتل کېږي، کله کله ورته ويل کېږي چې بېړنۍ غونډه ده خو هلته چې ورشي د قران شريف ختم وي.
په غزني کې د الجزيرې ټلويزون خبريال رحمت الله نېکزاد بياوايي، چې د غزني والي موسى خان اکبرزاده اصلاً نه غواړي، چې په غزني کې دې رسنۍ پرمختګ وکړي او رسنيو ته په لوى لاس ستونزې جوړوي.
خبريالانو وروسته پرېکړه ليک هم خپور کړ، چې له مخې به يې د ولايت خبرونه نه خپروي، د ولايت د مطبوعاتي دفتر لپاره دې وړ شخص وياند وټاکل شي، خبريالان د ورته پېښو د تکرار مخنيوى غواړي او د ملي امنيت له لوري د خبريالانو د سپکاوي خبره دې چارواکي وڅېړي.
خبريالانو پرېکړه کړې، که يې غوښتنې ونه منل شي، د تل لپاره به د ولايتي خبرونو له خپرولو ډډه وکړي.