ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ايساف : د افغانانو په مشرۍ پوځي عملياتو کې ګډون ته چمتو يو

ايساف : د افغانانو په مشرۍ پوځي عملياتو کې ګډون ته چمتو يو

author avatar
10 Sep 2013 - 19:17
ايساف : د افغانانو په مشرۍ پوځي عملياتو کې ګډون ته چمتو يو
author avatar
10 Sep 2013 - 19:17

 هرات (پژواک ١٩ وږى ٩٢):دافغانستان په لوېديځ زون کې دايساف نوى قوماندان وايي،ځواکونه يې چمتو دي، چې  د افغان جنرالانو تر مشرۍ لاندې د امنيت، په تېره بيا د ټاکنو د امنيت د ټينګښت لپاره دنده تر سره کړي.

 په لوېديځ زون کې د ايساف د قوماندانۍ مشرتوب نن په رسمي ډول له اېټاليوي جنرال “انتسيو ګمبه ” څخه نوي قوماندان جنرال “پله ګرينو” ته وسپارل شو.

 ګرينو، په دې اړه جوړه شوې ناسته ته په خپلو خبرو کې ژمنه وکړه، چې د افغان ځواکونو د غوښتنې په صورت کې به يې تر قوماندې لاندې پوځونه په پوځي عملياتو کې برخه واخلي.

خو ده وويل،چې د دې ځواکونو قومانده به د افغان جنرلانو په واک کې وي.

 هغه وويل، چې ځواکونه به يې د اړتيا په صورت کې د راتلونکي کال د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو د ټاکنو د امنيت د ټينګښت لپاره هم د افغان امنيتي ځواکونو سره اوږه په اوږه کار وکړي.

په لوېديځ زون کې د ٢٠٧ ظفر قول اردو قوماندان جنرال تاج محمد جاهد د ايساف د پخواني قوماندان له شپږ مياشتني ماموريت څخه مننه وکړه او د ايساف او افغان ځواکونو پر همغږۍ يې ټينګار وکړ.

هغه د افغان ځواکونو وړتياوې وستايلې او ويې ويل، چې سږ کال په هرات کې ټول پوځي عمليات افغان ځواکونو رهبري کړي دي.

د چارواکيو د معلوماتو له مخې، ايساف دا مهال په هرات کې پنځه زره سرتيري لري ، چې ډېر يې اېټالويان دي.

ددې ځواکونو قوماندان په هرو شپږو مياشتو کې بدليږي. 

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.