Language

لاريون کوونکو پر ژوندون تلوېزيون بريد وغانده

جلال اباد(پژواک١٩وږى٩٢): په جلال اباد ښار کې لسګونو ځوانانو د ژوندون تلوېزون پر پلوۍ   سوله ييز لاريون ترسره کړ.

تېره ورځ په کابل کې د” شهيد اونۍ” د لمانځنې په ورځ د احمد شاه مسعود د پلويانو له لوري د ژوندون راډيو تلوېزون پر ودانۍ  بريد وشو.

د ژوندون تلوېزيون د سياسي خپرونو مسوول ميرويس ستانکزي پژواک ته وويل، چې څو ورځې مخکې د هېواد د خپلواکۍ د ٩٤مې کاليزې په مناسبت د تلوېزيون پر دروازه د غازي امان الله خان انځورونه لګول شوي وو.

ده زياته کړه، د احمد شاه مسعود يو شمېر پلويانو غوښتل،  په زور دغه انځورونه لرې او پر ځاى يې د مسعود انځورونه ولګوي.

د ستانکزي په وينا، د تلوېزيون ساتونکو د دغه کار مخنيوى کاوه ، خو هغوى له زوره کاره اخيست.

ده ادعا وکړه، چې يادو کسانو د تلوېزيون ودانۍ په ډبرو ويشتلې او د تلوېزون پر لور يې ډزې هم کړې دي.

د يادې کړنې د غندنې په موخه نن د وږي په ١٨مه د جلال اباد ښار په پښتونستان څلور لاري کې لسګونو ځوانانو سوله ييز لاريون ترسره کړ، چې په ترڅ کې يې له امنيتي ارګانونو وغوښتل چې پر ژوندون تلوېزيون د بريد عاملين ونيسي.

 د لاريون يوه سمبالوونکي توريالي تکل پژواک خبري اژانس ته وويل، په دې وروستيو کې   داسې فعاليتونه پيل شوي، چې دوى ته د تحمل وړ نه دي، نوموړى يې غوره بېلګه پر ژوندون تلوېزون بريد وړاندې کوي او وايي چې حکومت بايد د دا ډول تشدد مخنيوى وکړي.

ده زياته کړه: (( که چېرې دولت يې غم ونه خوري ، نو موږ د خپل حق پوښتنه په خپله کولى شو، له دې به يو لوى تشدد رامنځته شي.))

يوه بل لاريون کوونکي اظهار الله پژواک ته وويل، چې د شمالي ټلوالې ځينې اشخاص نه غواړي  په هېواد کې دې يوه خپلواکه رسنۍ فعاليت وکړي.

نوموړى وايي، چې پر ژوندون تلوېزيون بريد د بيان د ازادۍ پر ستوني پښه ايښودل دي او هر هغه څوک چې دا ډول اعمال ترسره کوي، هغه مجرم دى او بايد په سزا ورسيږي.

اظهار الله زياتوي :(( موږ نور غلي نه شو کيناستى او هېڅوک نه پريږدو چې ظلم او تېرى وکړي.))

د ختيځې سيمې د ليکوالو او ژورنالېستانو خپلواکې ټولنې هم پر ژوندون تلوېزون ياد بريد غندلى.

د يادې ټولنې مشر پوهندوى لعل پاچا ازمون پژواک ته وويل،  ژورنالېزم شخص نه غندي ، خو هر هغه ناوړه عمل چې ترسره کيږي غندي يې.

ده وويل: (( دا چې يو شمير ټوپکوالو زموږ د اتلانو غازي امان الله خان ،ميرويس نيکه او احمد شاه بابا انځورونه شکولي او کنځلي يې دي، دا کرغړن عمل د بښلو نه دى او بايد حکومت يې غم وخوري.))

دى وايي، چې د ختيځې سيمې ليکوالو او ژورنالېستانو خپلواکه ټولنه پر رسنيو دغه ډول بريد پر ژورناليزم بريد بولي او خپلو ملي مشرانو ته د سپکاوي  غندنه کوي.

د ازمون په وينا، هر هغه څوک چې پر ژورناليستکو ادارو دغه ډول بريدونه کوي، قانون ته سپکاوی کوي او هر هغه څوک، چې له ژورنالېزم نه د سمتي، ژبنيو او مذهبي تعصبونو لپاره ګټه اخلي، پر شخصي حريم تېری کوي، دا هم د ژورنالېزم له مسلک سره يو زياتی ګڼي.

ازمون   له حکومت څخه وغوښتل،چې د پېښې پلټنه دې وکړي او ستونزه دې حل کړي.