Language

په جلا پېښو کې ١٤ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

غزني ښار (پژواک ۱۹ وږی ۹۲) چارواکي وايي، د غزني په قره باغ او اندړو ولسواليو کې په جلا جلا پېښو کې ١٤ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د قره باغ ولسوال فضل الرحمن نظروال د وږي په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل، پرون مازيګر د باران کلا په سيمه کې د ملي اردو يو رينجر موټر پر ماين وخوت، چې په ترڅ کې يې د اردو يو سرتېری ووژل شواو درې نور ټپيان شول.

دى زياتوي، چې وسله والو طالبانو تېره شپه د موشکي په سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو پر پوستې بريد وکړ، چې په پايله کې درې طالبان او يو سيمه ييز پوليس ووژل شول.

 د هغه په وينا، په دې بريد کې يو شمېر وسله وال ټپيان شوي هم دي، خو نوموړي يې شمېره ونه ښوده.

د يو بل خبر له مخې، د اندړو په ولسوالۍ کې چاودنې يو پاڅون کوونکى وژلى، درې نور ټپيان دي او د وسله والو طالبانو له لوري توغول شوي هاوان دوه ماشومان ټپيان کړي دي.

د اندړو ولسوال محمد قاسم ديسيوال، پژواک اژانس ته وويل چې تېر ماښام د اټل په کلي کې د يوه پاڅون کوونکي قوماندان عبدالله موټر پر ماين ختلی دى.

د ده په خبره، په دې پېښه کې د هغه يو ساتونکی وژل شوی او درې نور ټپيان دي، خو قوماندان ته کوم زيان نه دی اوښتی.

هغه وايي، تېره شپه وسله والو د يرګتو په سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو پر پوستې د هاوان ډزې کړې، چې يوه مرمۍ پر يوه کور لګېدلې او دوه ماشومان يې ټپيان کړي دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د ماشومانو روغتيايي حالت ښه دى او په بريد کې پوليسو ته کوم زيان نه دى اوښتى.

وسله وال طالبان په قره باغ او اندړو کې د چاودنو په ترڅ کې د لسګونو بهرنيو او کورنيو عسکرو د مرګ ژوبلې ادعا کوي.

Related Topics