لښکرګاه(پژواک١٩وږي٩٢) د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د پوليسو د روزنيز مرکز چارې په افغان لوري ته وسپارل شوي .
دغه مرکز د وږي په ١٩مه په هلمند کې د پي،ار،ټي مشرې کترينا لينک له خوا، د ولايت ځايي چارواکو او دکورنيو چارو وزارت د ښوونې او روزنې عمومي قوماندان تورنجنرال معشوق احمد سيلاب ته وسپارل شو.
په هلمند کې د پي،ار،ټي مشرې په خپلو خبرو کې وويل، د دې روزنيز مرکز چارې تر دې مهاله د ايساف په چوکاټ کې له بريتانوي ځواکونوسره وي.
دې وويل، په دغه موده کې د ځاى ستونزې وې، خو نن يې د پوليسو د روزنيز مرکز هغه ودانۍ چې په تيرو دوو کلونو کې په ١٤ بلاکونو کې جوړ شوې دي ګټي اخيستنې ته وسپارلې.
کترينا زياته کړه، د دې مرکز د جوړيدو مالي لگښت ټولټال ١١ ميليونه امريکايي ډالره شوى دى، چې د انګلستان له خوا ورکړل شوي دي.
دغه راز دکورنيو چارو وزارت د ښوونې او روزنې قوماندان د انګلستان له مرستو مننه وکړه او زياته يې کړه چې برېتانيا نه يوازې د پوليسو د روزنيز مرکز ودانۍ په جوړيدوکې يې مرسته کړې بلکې تر دې مخکې پوليسو ته روزنه هم بريتانوي افسرانو ورکوله.
هغه وويل : ( د پوليسو په رهبرۍ کې مثبت بدلون رامنځته شوى دوى، کولى شي چې د دې مرکز چارې پرمخ يوسي او له اړتيا سره سم پوليسو ته روزنه وکړي.)
د هلمند والي تورن جنرال محمد نعيم ، په دغه غونډه له پوليسو غوښتنه وکړه، چې له زده کړو په سمه توګه ګټه پورته کړي، دامنيت په راوستلو فعاله ونډه واخلي او له خلکو سره سم چلند وکړي.
د والي په خبره، د تير په پرتله پوليس مسلکي شوي په هره هغه ځاى کې چې دنده تر سره کوي په خپل يونفورم کي وي او د جرمونو په شمير کې هم کمښت رامنځته شوى دى.
د ياد ښوونز مرکز قوماندان سمونمل عبدالمحمد ظفر خيل پژواک اژانس ته وويل، وړاندې تردې له يوې خوا د ځاى د نشتوالي ستونزه وه اوله بلې خوا روزنکي بهرنيان و،خو اوس يې ټولې چارې د افغانانو په غاړه دي او کارونه يې چټک شوي دي.
نوموړي زياته کړه ، چې ياد مرکز په ٢٠٠٦ميلادي کال کې په فعاليت پيل کړي و، چې په هره دوره کې ٥٠٠ پوليسو ته روزنه ورکوله او په دې موده کې يې ٧٦٩٥ تنه په افسري،ساتنمني او نورو برخوکې روزلي دي.
نوموړي وويل، هغه ودانۍ چې نن ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې ١٤ بلاکونه او نورې ټولې اسانتياوې لري.