غزني-هرات (پژواک ۲۰ وږی ۹۲): چارواکي وايي، په غزني او هرات کې د جلا پېښو په ترڅ کې اوه وسله وال او دوه د ملي اردو سرتېري وژل شوي او دوه وسله وال ټپيان شوي هم دي.
په غزني کې د ۲۰۳ تندر قول اردو د درېيمې لوا وياند نظيف الله سلطاني پژواک ته وويل، چې تېره شپه د اندړو ولسوالۍ د شېرکلا په سيمه کې د نړيوالو ځواکونو هوايي بريد شپږ وسله وال وژلي دي.
هغه زياته کړه، دغه بريد په داسې حال کې شوى، چې د وسله والو غونډه روانه وه.
د يو بل خبر له مخې، په هرات کې يو وسله وال او دوه د ملي اردو سرتېري وژل شوي او شپږ وسله وال ژوندي نيول شوي دي.
د شينډنډ امنيه قوماندان سمونوال غلام غوث مليار وايي، چې د ملي اردو دوه سرتېري د وسله والو په بريد کې سخت ټپيان شول.
خو يوه بله امنيتي سرچينه چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي وايي، د اردو ټپي سرتېرو روغتون ته پر لاره ساه ورکړې ده.
دغه راز د هرات د امنيه قوماندانۍ وياند سمونوال عبدالروف احمدی پژواک ته وويل، چې نن سهار يې په کرخ ولسوالۍ کې شپږ وسله وال نيولي دي.
نوموړى زياته کړه، په دغو عملياتو کې بهرنيو ځواکونو هم برخه لرله، چې په ترڅ کې يې دوه وسله وال ټپيان شول او دغه راز امنيتي ځواکونو ٩ ميله وسله او يوه مخابره هم ونيوه.