Language

د امريکايانو په بمبار کې بې سرپرسته شوې ټپي ماشومه مرستې ته اړتيا لري

جلال اباد (پژواک ١٩ وږى ٩٢): په کونړ ولايت کې د هغې کورنۍ يوه ماشومه، چې اته غړي يې د امريکايي ځواکونو په بمبار کې ووژل شول، د ننګرهار په ملکي روغتون کې بې سرپرسته پرته ده.

د کونړ د والي د معلوماتو له مخې، دغه هوايي بريد د روان لمريز کال د وږي په ١٦مه په وټه پور ولسوالۍ کې شوى و، چې په ترڅ کې يې د ښځو او ماشومانو په ګډون ١٢ عام وګړي ووژل شول.

په ياده پېښه کې د قرباني کورنۍ يوه ماشومه نجلى، چې په ياده پېښه کې ټپي شوې، اوس د ننګرهار په ملکي روغتون کې تر درملنې لاندې ده.

د ننګرهار د ملکي روغتون چارواکي وايي، چې دد ې ماشومې سترګې او پوزه په بمبار کې له منځه تللي دي.

چارواکي پر مرستندويه موسسو، دولت او سوداګرو غږ کوي ، د يادې ماشومې چې هېڅوک نه لري د درملنې لپاره دې مرسته وکړي او کوم خارجي صحي مرکز ته دې واستوي.

د ننګرهار د عامې روغتيا په ملکي روغتون کې بستره شپږ کلنه عايشه چې په مخ کې يې پرته له خولې نور څه روغ نه دي پاتې د هغې کورنۍ غړې ده چې  د بهرنيو ځواکونو په بمبار کې  خپله هم سخته ټپي شوې او د کورنۍ ټول اته غړي يې وژل شوي دي.

د يادې ماشومې پايوازي د کلي يوه ښځه کوي. هغې د وږي په ٢٠مه، په ياد روغتون کې پژواک خبري اژانس ته وويل چې د عايشې سترګې پوزه او مخ له منځه تللي او يواځې خوله يې جوړه پاتې ده.

هغې وويل، چې په بمبار کې د يادې ماشومې دوه وروڼه، پلار، مور، نيا او نور غړي وژل شوي دي.

يادې ښځې زياته کړه: (( دا نجلۍ دلته پرته ده او نور يې ډاکټران هم په چل نه پوهيږي او موږ هم وس نه لرو چې بهر يې يوسو، زه هم کونډه يم.))

د يادې ډاکټر معالج ډاکټر عاطف پژواک ته وويل چې د ماشومې سترګې او پوزه بيخي نشته او هم يې مخ بيخي له منځه تللى دى.

ده زياته کړه: (( يو لاس يې درې ځايه مات و، نور هم ډېر جريحه ټپونه لري، خو انشاء الله هغه مخ  په ښه کېدو دي، خو دا چې سترګې او پوزه يې نشته دا د اندېښنې وړ خبر ده.))

نوموړى وايي، دوى يواځې همدومره امکانات لرل ، چې لومړنۍ مرستې يې له يادې ماشومې سره کړې دي.

د روغتون يو بل ډاکټر وويل، چې څه موده وړاندې له يوې ښځې خپل خاوند پزه پرې کړې وه، چې يو شمېر بهرنيو تر امريکا ورسوله.

دى وايي، چې ورځې کېږي چې دوى چغې وهي چې که يې د ماشومې تداوي ونه شي نو ښايي ژوند له لاسه ورکړي.

ډاکټر وايي: ((کاش چې د کورنۍ خو يې يو څوک ژوندي واى، خو د دې هېڅوک نشته))

د ننګرهار د ملکي روغتون رييس ډاکټر همايون زهير پژواک ته وويل، چې يو له ډېرو خواشينوونکو پېښو څخه دا پېښه د دوى روغتون ته راغلې ده او د ټول روغتون ډاکټران يې خواشينې کړي دي.

هغه زياته کړه: ((که چېرې دا څېره يې تاسې وګورئ په خپله به پو شئ چې دا څومره مرستې ته اړتيا لري، پرته له خولې يې بل هېڅ نشته.))

نوموړى وايي، چې د يادې بې موره او بې پلاره نجلۍ د ژوند د ژغورنې لپاره دې مرستندويه ادارې او دولت ورسره مرسته وکړي او د بهرنيو ځواکونو په بمبار کې زيانمنې شوې ته دې ژوند ور وبښي.

ډاکټر زهير وايي: ((که چېرې د بشردوستۍ خبره موجوده وي، نو بايد له دې سره مرسته وشي.))

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.