غزني (پژواک ٢٠ وږى ٩٢): د غزني چارواکي وايي، چې وسله والو طالبانو د کابل- کندهار په لويه لار کې دوه تنه چې له بهرنيو ځواکونو سره يې کار کاوه، وژلي دي.
د غزني د ولايتي روغتون مشر ډاکټر بازمحمد همت، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې درې شپې وړاندې د ميدان وردګو ولايت له تنګي سيمې څخه دوه تنه له موټر څخه ښکته کړاى شوي وو او نن يې جسدونه د غزني او ميدان وردګو ترمنځ په عام سړک کې کې وموندل شول.
ده زياته کړه، د دې کسانو جسدونه چې په کندهار کې يې له بهرنيو ځواکونو سره د ژباړن او ساتونکي په توګه کارونه کول، پوليسو روغتون ته ولېږدول.
د هغه په وينا، دا کسان په مرميو ويشتل شوي او په برچو وهل شوي دي.
د همت د معلوماتو له مخې، ياد دواړه کسان سره خپلوان (زوم او اوښى) وو، چې يو د کابل او بل د لغمان اوسېدونکى دى.
وسله والو طالبانو په دې اړه تراوسه څه نه دي ويلي.