Language

عابد: د غزني په ادارو کې فساد اوج ته رسېدلى

غزني ښار(پژواک ۲۰ وږی ۹۲) د غزني د استيناف څارنوالۍ چارواکي وايي، چې په دغه ولايت کې فساد اوج ته رسېدلى او د روان کال له لومړيو تر اوسه ۱۲دولتي مامورين د اداري فساد او رشوت په تور نيول شوي دي.

د غزني د استيناف څارنوالۍ رييس عبدالرشيد عابد پژواک اژانس ته وويل، چې تېره ورځ يې د غزني د ښاروالۍ د لومړۍ ناحيې مدير عبدالحی د ۲۰ زره پاکستانۍ کالدارو بډو اخيستو په تور نيولى دى.

څارنوال زياته کړه، د ښاروالۍ د لومړۍ ناحيې مدير د يوې غرفې له خاوند څخه ٢٠ زره پاکستانۍ کلدارې د دې لپاره اخيستې وې، چې غرفه يې د سړک پر غاړه پر خپل ځاى پاتې شي.

د عابد په خبره، دغه مدير يې د خلکو په مرسته نيولی او هم د غرفې څښتن شکايتونه ورته کړي وو، چې د پيسو د ورکړې پر مهال د ملي امنيت کسانو ونيو او اوسمهال په محبس کې دى.

د نوموړي په وينا، عبدالحي دغه کس ته ويلي وو، که پيسې ورکړي نو دوی به يې غرفه بل ځای ته انتقال نه کړي.

 څارنوال عبدالرشيدوايي، د دغه کس په نيول کېدو سره د روان کال له پيله تر اوسه يې ۱۲ مامورين د بډو اخيستو په تور نيولي چې تر اوسه يې دوسيې له دوی سره پرتې دي.

ده زياته کړه، د غزني په اداروکې فساد اوج ته رسېدلی، هغه د دغه ولايت له خلکو وغوښتل چې مرسته ورسره وکړي او بډي اخيستونکي ور په ګوته کړي، څو يې پر خپل وخت ونيسي.

 د غزني يو شمېر اوسېدونکي بيا وايي، چې د څارونوالۍ له لوري دولتي مامورين د بډو اخيستو په تور ونيول شي خو څو ورځې وروسته بېرته خوشي شي.

 د غزني ښاراوسېدونکي محمداصف پژواک ته وويل، څه موده مخکې يې د پوهنې رياست څو مامورين د بډو اخيستو په تور ونيول خو ډېر ژر يې بېرته ازاد کړل.

 خو څارنوال عبدالرشيد وايي، هغه کسان چې يې خوشي کړي له هغوى يې ضمانت اخيستى دى.

د ده په وينا، د ولايت د استخدام يو مامور يې ځکه خوشى کړ، چې ناروغي يې لرله او اوس خپله درملنه کوي.

Related Topics