جلال اباد (پژواک ٢٠ وږى ٩٢): په ننګرهار کې د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي، چې په دغه ولايت کې به ډېر ژر د نوم ليکنې ګرځنده ډلې په کار پيل وکړي.
دغه څرګندونې د ياد کمېسيون ځايي مشر اخترمحمد اجمل د وږي په ٢٠مه په جلال اباد کې يوې پراخې غونډې ته وکړې چې په کې د ختيځو څلورو ولايتونو قومي مشرانو او ديني عالمانو برخه اخيستې وه.
هغه وويل، چې د نوم ليکنې دويم پړاو چې د وږي په ٥ مه پيل شوى و او د تلې تر پنځمې پورې به يې دوام کاوه، ګڼ شمېر خلکو د رايې ورکونې کارتونه، نه وو ترلاسه کړي.
دى وايي، چې د خلکو د ډېرې غوښتنې پر اساس يې د يوې نيمې مياشتې لپاره د نوم ليکنې پروسه وغځوله او اوس به په ډېرې چټکۍ سره د نوم ليکنې پروسه پر مخ يوسي.
ده وويل: ((اصلاً په ځينو سيمو کې د نوم ليکنې پروسه ډېره تته وه، خو له دې وروسته به نوره هم ګړندۍ شي.))
اجمل زياتوي، هغه ټيمونه چې د ولسواليو په مرکزونو کې فعاليت کوي څو ورځې وروسته به په ګرځنده ټيمونو بدل شي او کلي په کلي به د نوم ليکنې لړۍ روانه کړي.
دى وايي، چې په دې برخه کې دوى له يو شمېر امنيتي ستونزو سره مخ دي او ياد پلان به له امنيتي ارګانونو سره شريکوي او وروسته له هغه به يې پلى کوي.
د نوموړي په وينا، تر دې مهاله په ننګرهار کې شاوخوا ٥٠زره تنو د رايه ورکونې کارتونه ترلاسه کړي چې ٣٣ سلنه يې ښځې دي.
د ده په وينا، اوسمهال د يادې پروسې پر وړاندې خنډونه نشته او نوم ليکنې ته د خلکو پاملرنه ډېره شوې ده.
هغه زياته کړه، چې په دې وروستيو کې د عامه پوهاوي لړۍ ډېره چټکه شوې او خلک ځاى ځاى تبليغات کوي، چې ښه بېلګه يې د ژورنالېستانو له لوري د کمپاين مسئله ده.
د ننګرهار د ټاکنو د خپلواک کمېسيون رييس وايي، چې دا مهال يې د ننګرهار په ټولو ولسواليو کې د نوم ليکنې مرکزونه فعاله دي خو يواځې په ځينو ولسواليو کې امنيتي ستونزې موجودې دي، خو بيا هم د دوى مرکزونه نه ګواښي.
ده وويل: ((د نوم ليکنې د مرکزونو امنيت خو په هر حال خو موږ د ټاکنو لپاره اندېښنه لرو، ځکه هغه وخت بيا مرکزونه زيات وي.))
اجمل وايي، چې له امنيتي ارګانونو سره يې څو ځلې يادې ستونزې شريکې کړې او هغوى ژمنه کړې چې د ټاکنو تر وخته به د ټولو مرکزونو امنيت خوندي وي.
قومي مشر حاجي ولي جان پژواک اژانس ته وويل، چې په ځينو ولسواليو کې لا هم د نوم ليکنې مرکزونو ته يو شمېر خلک لاسرسى نه لري او که چېرې ګرځنده ټيمونه په لاره واچول شي نو ټول خلک به د رايې ورکونې له کارتونو برخمن شي.
نوموړي پر ټولو هېوادوالو غږ وکړ، چې د رايې ورکونې کارتونه دې واخلي تر څو په راتلونکي کې خپل سياسي شتون ثابت کړي او په ټاکنو کې پراخه ونډه واخلي.
ده زياته کړه: ((که موږ رايه ورکړو او که نه، ټاکنې کېږي، نو ښه ده چې خپل شتون ثابت کړو او يو اهل کس ولسمشرۍ ته راولو.))
هغه له امنيتي ادارو هم غواړي، چې امنيتي ستونزې دې راکمې کړي تر څو خلک وشي کولى چې په ډاډمنه فضاء کې کارتونه ترلاسه کړي او په ټاکنو کې برخه واخلي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP