کابل ( پژواک ۲۰ وږی ۹۲ ) : ولسمشر حامد کرزي دسویلي اسیا فوټبال سیالیو په ترڅ کې دافغانستان د ملي لوبډلې د اتلولۍ په ترلاسه کولو ټولو هیوادوالو ته مبارکي وویله.
افغانستان نن په نیپال کې دسویلي اسیا فوټبال سیالیو (ساف) په پای لوبه کې هندوستان ته دوه پر صفر ماتې ورکړه او ددې سیالیو اتلولي یې خپله کړه، دا دافغانستان په تاریخ کې لومړۍ نړیوال جام و، چې افغانستان ترلاسه کړ.
له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په یوه رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې ولسمشر حامد کرزي نن دغه لوبه د تلویزیون له لارې ولیدله او د ملي لوبډلې په بریا ډیر زیات خوشحاله شوی دی.
ولسمشر کرزي پر دې بریا ټولو هیوادوالو او په ځانګړې توه ځوانانو ته د مبارکۍ ویلو په ترڅ کې وویل : (( زموږ ځوانانو وښودل چې زموږ ولس د بریالیتوب او پرمختګ وړتیا لري. زموږ ځوانانو په اثبات ورسول چې هر ډول مسابقې وړتیا لري او خپل هیواد ته ویاړونه راوړلی شي.))
د هغه په وینا، دغه بریا افغانستان ته لویه هیله وربخښله چې نور د پرمختګ او بریالیتوب پر وړاندې څوک خنډ نه شي جوړولی.
حامد کرزي د فوټبال د ملي لوبډلې ځوانانو ته په خطاب کې ویلي : (( دافغانستان بیرغ ستاسو پر اوږد دی دا بیرغ په ویاړ پورته وساتی.))
د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي دي چې ولسمشر حامد کرزي د ملي لوبډلې مشر روزونکي یوسف کارګر سره ټیلیفوني اړیکه ونیوله او د افغانستان بریا یې هغه او لوبډلې ته مبارکي وویله.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP