Language

په هلمند کې د ١٨ وسله والو د وژلو ادعا وشوه

 لښكرګاه (پژواك ۲۰ وږى ۹۲): د هلمند دولتي مسوولين وايي، چې افغان ځانګړو ځواكونو په سنګين ولسوالۍ كې په تېرو دوو شپو کې  ۱۸ وسله وال وژلي او لسګونه ميله وسلې يې نيولې، خو وسله وال طالبان بيا دغه ادعا ردوي.

د هلمند ولايت د دفتر رييس محمد لعل احمدي د وږي په ۲۰مه پژواك اژانس ته وويل، چې تېره او وړمه شپه  افغان كوماندو ځواكونو د سنګين  په بستانزو سيمه كې دغه عمليات ترسره کړي دي.

نوموړى زياتوي، په دغو عملياتو کې  دوه قوماندانان ملا نعمت الله او ملا جان ژوندي نيول شوي دي.

احمدي وايي، چې  ملا جانان د طالبانو له لوري د سنګين د ولسوال په توګه دنده ترسره کوله.

د هغه په وينا، چې په دغو عملياتو کې کومانډو ځواکونو ته ٧٠ ميله سپکه او درنه وسله هم په لاس ورغلې ده.

دغه راز احمدي وايي،  تېره شپه  په نادعلي ولسوالۍ كې هم ملي پوليسو عمليات ترسره  كړي، چې په پايله كې يې يوه دهشكه او شپږ كړۍ ماينونه نيولي دي.

وسله وال طالبان په سنګين او نورو سيموكې افغان ځواكونو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعاکوي،  طالب وياند قاري يوسف احمدي د خپلو ملګرو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه وايي.