Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په ټول هیواد کې د فوټبال د بریا خوښي د جشن په څیر لمانځل کیږي

کابل ( پژواک ۲۰ وږی ۹۲ ) : د سویلي اسیا فوټبال سیالیو(ساف) کې د افغانستان دبریا او اتلولۍ خوښي په ټول هیواد کې د جشن په توګه لمانځل کیږي.

افغانستان نن په نیپال کې دسویلي اسیا فوټبال سیالیو (ساف) په پای لوبه کې هندوستان ته دوه پر صفر ماتې ورکړه او ددې سیالیو  اتلولي یې خپله کړه، دا دافغانستان په تاریخ کې لومړۍ نړیوال جام و، چې افغانستان ترلاسه کړ.

له تیرو دوو ورځو راهیسې ټول ولس ددې لوبې نه یواځې انتظار ویسته، بلکې د ملي لوبډلې د بریا لپاره یې دعاګانې هم کولې.

ولسمشر حامد کرزي پرون د ملي لوبډلې د تشویق لپاره ددریو وزیرانو په ګډون یو لوړ پوړی دولتي پلاوی نیپال ته لیږلی و، دغه راز نن په یوه ځانګړې الوتکه کې د ملي شورا دلسګونو غړو په ګډون ګڼ شمیر هیوادوالو په پای لوبه کې د ملي لوبډلې د تشویق لپاره نیبال ته تللي وو.

نن دلوبې پیلیدو سره سم په ټول هیواد او په ځانګړې توګه کابل ښار کې خلکو د تلویزونو مخې ته ناست وو او دلوبې ننداره یې کوله، د کابل په دوکانونو، هوټلونو، دسړک په غاړه او نورو ساحو کې ډلې ډلې خلک ناست وو او په تلویزیون کې یې دا لوبه کتله او د ملي لوبډلې په هر ګول او ښې لوبې پر مهال یې چیچکې وهل او شعارونه یې ورکول.

ددې سیالیو په پای لوبه کې هند د ماتې ورکولو سره سم د کابل ترڅنګ د هیواد په ګوټ ګوټ کې خلک له ملي بیرغونو سره سړکونو ته راووتل او خوښۍ یې کول.

زرګونه کسان د کابل میرویس میدان، ده افغان، شهر نو، خیرخانه، احمدشاه بابا مینه، کارته نو او نورو سیمو ته راوتلي وو او په ډولونو، اتڼونو شعارونو، شپیلیو وهلو او چیغو سره د خپلۍ خوښۍ  اظهار کولو.

د کابل ښار د میرویس میدان په سیمه کې د احمد په نامه یوه ځوان پژواک خبري اژانس ته ووییل : (( په ټول ژوند کې مې د خوښۍ داسې شیبه مې نه وه لیدله، دا خوښي ماته له هر څه زیاته ده.))

د ادریس په نامه یوه بل ځوان پژواک ته وویل چې د ماښام د لمانځه پر مهال یې له مور څخه د فوټبال د ملی لوبډلې د بریا لپاره دعا غوښتنې وه.

هغه زیاته کړه : (( تر لمانځه وروسته مې مور په ډيرې عاجزۍ سره خدای ته لاسونه پورته کړل، دعا یې وکړه او خدای ج یې دعا قبوله کړه.))

دغه راز په جلال اباد ښار، کندهار ښار، هرات ښار، مزار شریف ښار او دهیواد په نورو لویو او وړو ښارونو کې خلک راوتلي وو او خوښۍ یې لمانځلې.

ښاریانو تر څو ساعتونو پورې بې دریغه هوایي ډزې هم وکړې، خو د کورنیو چارو وزارت لخوا بار بار له ښاریانو د ډزو نه کولو غوښتنې کیدلې.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.