اسعداباد(پژواک،٢٠وږى٩٢): په کونړ کې دختيځ زون د جام په نوم د واليبال سيالي د شګې لوبډلې په ګټه پاى ته ورسېده.
په کونړ کې داولمپيک ادارې دواليبال فدراسيون رييس شفيق الله شيګلي د وږي په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ختيځ جام پدې سياليوکې دننګرهار ولايت د ښيوې ولسوالۍ د شګې سيمې لوبډلې په ګډون دکونړ ولايت ١٨ لوبډلو ګډون کړى و.
دده په خبره، دغې سيالۍ پنځه ورځې دوام وکړ، د کونړ ولايت د څوکۍ ولسوالۍ او شګې لوبډلې پاى لوبې ته ووتې.
هغه وايي، چې شګې لوبډلې د څوکۍ لوبډلې ته ماتې ورکړه، اود دغو سياليو اتلولي د شګې لوبډلې په ګټه پای ته ورسېده.
د کونړ ولايت د اولمپيک ادارې مشر احدالله وايي ، چې ددې سياليو يوه موخه دا هم وه، چې د ځوانانو تر منځ همغږي او د نشه يي توکيو د استعمال څخه مخنيوی وشي.
د دغې پای لوبې مراسيمو ته دکونړ والي شجاع الملک جلاله وويل: ((موږ پلان کې نيولی چې د منډکول د کرکټ لوبغالی په اساسي توګه جوړ کړو. ))
دغه راز هغه وويل، ځوانان دې د نشه يې تو کو د استعمال او بې ځايه ګرځېدو نه ډډه وکړي او توجو دې خپلو درسونو او سپورټ راواړوي.