Language

پوليسو څلور انسان تښتونکي ونيول

چاريکار (پژواک ٢٠ وږى ٩٢): پوليسو په پروان کې يو تن او د هغه موټر د تښتوونکو له منګولو ژغورلى او څلور تښتوونکي يې نيولي دي.

د پروان د امنيه قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدير سمونوال لطف الله رشاد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره شپه څلور تنو د کابل ښار له سراى شمالي سيمې د کابل د ميربچه کوټ ولسوالۍ مرادبېک کلا ته يو سراچه موټر په کرايه نيولى و.

د ده په وينا، يادو څلورو تنو په مرادبېک کلا کې د موټر چلوونکي لاس تړلي وو او غوښتل يې چې هغه په همدې موټر کې نجراب ته وتښتوي.

خو د هغه د څرګندونو له مخې، سهار مهال شاوخوا ٤ بجې پوليسو د پروان د بګرام ولسوالۍ په صياد سيمه کې موټر ته د درېدو امر کړى و، خو تښتوونکو د تښتې هڅه کړې وه.

دى وايي، چې وروسته پوليسو تښتوونکي تعقيب کړل او ويې نيول.

هغه زياته کړه، چې پوليسو موټر چلوونکى د تښتوونکو له منګولو ژغورلى او موټر يې هم ورته سپارلى دى.

ده وويل، چې موټر چلوونکى او ياد څلور تنه د کابل ښار اوسېدونکي دي.

دغه راز سرچينې زياته کړه، چې پوليسو نن يو تن له يو ميل تومانچې سره د دغه ولايت په جبل السراج او بل له يو ميل کلاشينکوف او دوو لاسي بمونو سره په مرکز چاريکارو کې نيولي دي.

دى وايي، چې دغه کسان ناقانونه وسله وال دي او پوښتنې ترې روانې دي.

Related Topics