محمودراقي (پژواک ٢٠ وږى ٩٢): ځينې امنيتي سرچينې په کاپيسا کې د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريد کې د درېيو وسله والو مخالفينو د وژلو او لږ تر لږه د درېيو ملکي وګړو د ټپي کېدو خبر ورکوي.
د سيمې يو اوسېدونکى وايي، چې په دغه بريد کې يوه ښځه وژل شوې هم ده، خو چارواکي بيا دا څرګندونې نه تاييدوي.
د کاپيسا ولايت د امنيت امر سمونوال عبدالجليل شمال وايي، چې تېره ورځ له غرمې وروسته د دغه ولايت د نجراب ولسوالۍ د ايثار په سيمه کې د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريد کې درې وسله وال ووژل شول.
هغه وايي، چې په دغه بريد کې بل چا ته زيان نه دى اوښتى.
د نجراب ولسوال عبدالودود حيدري هم په دغه بمبارد کې د درېيو وسله والو وژل کېدل تاييدوي، خو وايي، چې په بمبارد کې د سيمې ملکي اوسېدونکي ، چې يو نارينه او دوه ښځې دي، هم ټپيان شوي دي.
د هغه په وينا، له ټپيانو څخه يوه ښځه چې ټپونه يې ژور و د پنجشېر اېمرجنسي او پاتې دوه نور د نجراب ٥٠ بستريز روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
خو د سيمې يو اوسېدونکى شېراقا وايي، چې په دغه بريد کې يوه پېغله نجلۍ چې کور ته يې له بهره اوبه وړې، وژل شوې او له دې نجلۍ سره پر لاره ملګرې درې نورې ښځې ټپيانې دي.
دى هم وايي، چې په دغه هوايي بريد کې يو سړى هم ټپي شوى دى.
هغه وويل، چې په بريد کې د وسله والو مخالفينو د وژل کېدو په اړه معلومات نه لري.
هڅه مو وکړه، چې په دې اړه د ايساف نظر هم ولرو ، خو د ځواب په ترلاسه کولو بريالي نه شوو.