Language

 جلال اباد (پژواک ٢١ وږى ٩٢): د ټاکنو خپلواک کمېسيون چارواکي وايي، يو شمېر کړۍ د ټاکنو د ترسره کېدو د مخنيوي هڅه کوي، خو زياتوي چې پرته له ټاکنو بله هېڅ لاره نشته او ټاکنې حتمي دي.

 دغه څرګندونې د ټاکنو خپلواک کمېسيون د دارالانشاء مشر ضياالحق امرخېل د وږي په ٢١مه په جلال اباد ښار کې د يوې پراخې غونډې په ترڅ کې چې په کې سلګونو ښځو برخه اخيستې وه، وکړې.

 نوموړې هغه اندېښنې تاييد کړې چې يو شمېر کړۍ ټاکنې ځنډول غواړي خو زياته يې کړه، چې په هېواد کې د ټاکنو د پر وخت ترسره کېدو پراخ ملاتړ شته او هېڅکله به پرې نه ږدي يادې ټاکنې وځنډېږي.

 هغه زياته کړه: ((ولسمشر او همداراز نوره کابينه او ورسره ولس غواړي چې ټاکنې ترسره شي.))

 امرخېل د کومې سياسي ډلې نوم وانه خيست خو ويې ويل، داسې کړۍ شته چې د ټاکنو پروسې د ځنډولو لپاره يې هڅې پيل کړې دي.

 نوموړى وايي، چې راتلونکې ټاکنې د افغانستان لپاره تاريخي ارزښت لري، ځکه د لومړي ځل لپاره به يو منتخب ولسمشر بل منتخب ولسمشر ته واک پرېږدي او د واک پر سر به جګړه نه رامنځته کېږي.

 امرخېل وويل، چې د نوم ليکنې له پروسې تر اوسه ١،٤ميليونه کسانو کارتونه ترلاسه کړي، چې ٢٨ سلنه يې ښځې او ٧ زره يې کوچيان دي.

 د هغه په وينا، د هلمند په باغران او دېشو، د غزني په ناوه، د زابل په کاکړ او د نورستان په کامدېش ولسواليو کې د امنيتي ستونزو له امله نوم ليکنه نه ده شوې.

هغه دا هم وويل، چې د امنيتي ستونزو له امله د پکتيکا نکه او د کاپيسا اله ساى ولسواليو ته تر اوسه د نوم ليکنې اړين توکي نه دي رسېدلي، خو په نږدې راتلونکي کې به ور ورسول شي.

 نوموړى وايي: ((په نږدې راتلونکي کې له امنيتي ځواکونو سره په تفاهم موږ ګرځنده ټيمونه جوړوو او د نوم ليکنې بهير به نور هم چټک شي.))

 د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د دارالانشاء مشر وويل، چې د ټاکنو د مشروعيت لپاره په ټاکنو کې د ګڼو هېوادوالو برخه اخيستنه او ملاتړ رامنځته کولى شي او که چېرې د ولسونو همکاري له دوى سره نه وي موجوده، ياده پروسه به ډېره ټکنۍ شي.

 نوموړي د دې پوښتنې په ځواب کې چې د ټاکنو په کمېسيون کې هغه کسان پر دندو ګومارل شوي چې پخوا ازمايل شوي او په فساد کې ښکېل پېژندل شوي، وويل چې د تېرو ټاکنو ١١زره هغه کار کوونکي چې پرې د فساد تور لګېدلى او يا هم په فساد کې ښکېل دي په هېڅ صورت د ټاکنو په روان بهير کې دنده نه شي ترسره کولى.

 هغه زياتوي: ((موږ ژمنه کړې چې د شفافيت لپاره به کار کوو او په دې پروسه کې فاسد انسان نه پرېږدو.))

 نوموړي پر ټولو هېوادوالو غږ وکړ، چې د رايې ورکونې کارتونه واخلي تر څو په راتلونکو ټاکنو کې پراخه ونډه واخلي او د ټاکنو له لارې يو منتخب رييس جمهور وټاکي.

 ده زياته کړه: ((دا يو ډېر مهم پړاو دى او بايد سطحي فکر ورته ونه کړو، موږ د ولس مرستې ته اړتيا لرو.))

 هغه له امنيتي ادارو هم غواړي، چې امنيتي ستونزې دې راکمې کړي تر څو خلک وشي کولى چې په ډاډمنه فضاء کې کارتونه ترلاسه کړي او په ټاکنو کې برخه واخلي.

 دى وايي: ((تېرو تجربو ثابته کړه، هر هغه ځاى کې چې امنيت وي، شفافې ټاکنې ترسره کېدلى شي.))

 د ننګرهار مرستيال والي محمدحنيف ګرديوال پژواک ته وويل، چې که څه هم په ننګرهار کې امنيتي ستونزې شته خو بيا هم دوى هڅه کوي چې ډېر ژر امنيتي ستونزې له منځه يوسي.

 نوموړى پر ټولوهېوادوالو غږ کوي چې د رايه ورکونې کارتونه دې ترلاسه کړي او په راتلونکو ټاکنو کې دې پراخ ګډون وکړي.

 دى د ټاکنو خپلواک کمېسيون ته ډاډ ورکوي چې د محلونو امنيت به ټينګوي اړو ټاکنې به هم رڼې ترسره شي.

 په ننګرهار کې د مدني ټولنې فعاله ډاکټر سامعه وايي، چې په ټاکنو کې د ښځو ونډه ډېره مهمه ده خو له بده مرغه په يو شمېر لرو پرتو ولسواليو کې ښځو تر اوسه پورې د رايې ورکونې کارتونه نه دي اخيستي.

 نوموړې پژواک ته وويل، چې په لرو پرتو ولسواليو کې د عامه پوهاوي کچه ټيټه ده او د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د عامه پوهاوي څانګې کار کوونکي هم د ناامنۍ له وجې يو شمېر سيمو ته نه شي تلى.

 نوموړې پر دولت غږ وکړ، د ښو ټاکنو د ترسره کيدا لپاره له هر څۀ وړاندې امنيت مهم دى او بايد امنيتي چارې ښې شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.