Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د بدخشان په زيباک ولسوالۍ کې له زيانمنو سره مرسته وشوه

فيض اباد (پژواک ٢١ وږى ٩٢): د بدخشان په زيباک ولسوالۍ کې د سېلاب او غره ښوويېدنې له امله له زيانمنو شوو کورنيو سره مرسته وکړه.

دا پېښه دوې شپې وړاندې د زيباک ولسوالۍ په ايسکتول کلي کې د ډېر اورښت له امله رامنځته شوې، لومړى سېلابونه راوتلي او وروسته غر ښويېدلى دى، چې ځاني او مالي زيانونه يې واړول.

 ځايي چارواکو په پيل کې ټوله مرګ ژوبله ٤ کسه او د زيانمن شوو کورونو شمېر ٣٤ ښود، چې په اړه يې د پلټنې عملياتو د پيل خبر ورکړى و.

خو د بدخشان د والي وياند عبدالمعروف راسخ نن پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دريو تنو مړي هم له ساحې را ايستل شوي دي.

هغه زياته کړه، نادرکه ٢١ تنه نور د څارويو غوجلو ته ننوتي وو، چې تېره ورځ بېرته را ووتل.

راسخ وايي، چې په دغه ولايت کې د استوګنې ٢٨ کورونه په بشپړ ډول ويجاړ او ٣٠ نور يو څه زيانمن شوي دي.

د بدخشان د والي وياند وويل، چې د دې پېښې له امله ٥٠ نورې کورنۍ هم بې ځايه شوې دي.

خو هغه ټينګار وکړ، چې د بدخشان والي سيمې ته تللى  او د ٢٥٠ زره افغانيو نغدې مرسته يې له بېړنيو پېښو سره د مرستې کمېټې ته سپارلې ده. د دې ترڅنګ  له هغو کورنيو سره هم ٣٠٠ زره افغانۍ  مرسته شوې، چې کورونه يې ويجاړ شوي دي.

راسخ زياته کړه، چې د فوکس په نامه غير دولتي موسسه د هغو بې ځايه شوو کورنيو له پاره، چې تر شنه اسمان لاندې ژوند کوي، نن خېمې وېشلې او تر څنګ يې د اغاخان ايکيدن پراختيايي موسسې سېلاب ځپلو ته خوراکي توکي برابر کړي، د زيانمنو په لېږد او د بندو شوو لارو په خلاصولو کې يې مرسته کړې ده.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.