جلال اباد (پژواک ٢١ وږى ٩٢): د نورستان او کونړ تر منځ لاره چې له تېرې يوې مياشتې راهيسې د عامو وګړو پر مخ تړل شوې وه، بېرته خلاصه شوه.
د نورستان د ولايتي شورا رييس عنايت الله مذهبيار د وږي په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې شاوخوا يوه مياشت وړاندې هغو ډريورانو چې د کونړ او نورستان پر لاره يې اکمالات کول، په شريکه پريکون کړى و، چې نور به پر ياده لار سپرلي او خوراکي توکي نه وړي.
د هغه په وينا، چلوونکو ويل چې دوى ته په لاره کې ګڼې ستونزې وي، کله يې عام خلک مالونه چور کوي، کله غله راوځي او کله هم ورته سپرلي وروسته تر رسېدو کرايه نه ورکوي.
مذهبيار وايي، چې ياد پريکون وروسته قومي رنګ اخيستى و او د دوو ولسواليو اوسېدونکو پريکون کړى و او لاره تړل شوې وه.
ده زياته کړه: ((د لارې په تړل کېدو سره دومره د خوراکي توکو بحران راغى چې د دغو توکو بيه لس چنده زيات شوې وه.))
د ولايتي شورا رييس وويل، چې دوى او د کونړ ولايتي شورا غړي سره کېناستل او د يادې ستونزې د حل په موخه يې د چلوونکو له اتحاديې سره وکتل او اخر د يادو دوو ولسواليو چې نورستان ته پر لاره پرتې ولسوالۍ دي، له قومي مشرانو سره وکتل او ستونزه يې هواره کړه.
مذهبيار زياتوي، چې يو ١١ ماده ييز پرېکړه ليک يې ليکلى چې د کونړ د والي او ولايتي شورا د غړو د تاييد تر څنګ د نورستان د والي او ولايتي شورا له خوا هم تاييد شو.
دى وايي، چې د پرېکړه ليک له مخې به دواړه خواوې د يو بل حقونو ته ژمنې وي او په لاره کې هغه امنيتي ستونزې چې چلوونکو ته پېدا کېږي، د له منځه وړو لپاره به يې د هماغه سيمې خلک هلې ځلې کوي.
نوموړي وويل: ((ډريوارنو له امنيتي ځواکونو نه هم شکايت درلود چې په عذابوي يې او ځيني وخت دوى هم ترې پيسې اخلي.))
د مذهبيار په وينا، چې وروسته له دې به ياده ستونزه هواريږي او د چلوونکو لپاره به په نورستان کې يوه ټاکلې اډه هم جوړېږي.
د نورستان د ولايتي شورا مرستيال امان الله عنايت الرحمن هم پژواک ته وويل، چې دوى د يادې لارې لپاره کرايه هم وټاکله او وروسته له دې به ١٣ سوه افغانۍ کرايه له سپرليو اخيستل کېږي.
ده وويل: ((په لاره کې خو امنيتي ستونزې اوس هم شته او لا هم دولتي کسان پرې نه شي تلى خو عام وګړي او نور خوراکي توکي پرې انتقاليدلى شي.))
بلخوا د ٢٠١ سېلاب قول اردو وياند ډګروال نعمان هاتفي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د کونړ-نورستان د لارې د امنيت لپاره يې د طوفان پېچ په نوم د چپې درې په ولسوالۍ کې عمليات پيل کړي دي.
دى وايي، چې دوى به د عامه نظم لس پوستې هم له عملياتو وروسته ځاى پر ځاى کړي تر څو امنيتي ستونزې کمې شي.
نوموړى وايي: ((موږ هڅه شروع کړې ډېر ژر به دغه سيمې د وسله والو له ګواښه ووځي.))
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP