هرات (پژواک ٢١ وږى ٩٢): چارواکي وايي، چې د هرات په شينډنډ ولسوالۍ کې يې د عملياتو پر مهال اته وسله وال مخالفين وژلي دي.
په لوېديځ زون کې د ۲۰۷ ظفر قول اردو د کومانډو کنډک وياند ډګروال نستوه ناصري د وږي په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه عمليات يې تېره شپه د شينډنډ په زيرکو سيمه کې ترسره کړي دي.
نوموړي زياته کړه، عمليات د شپې ناوخته پيل شول او تر نن سهاره يې دوام درلود، چې په ترڅ کې يې اته وسله وال ووژل شول او درې نور ټپيان شول.
هغه زياته کړه، د عملياتو په ترڅ کې نه امنيتي ځواکونو او نه هم د سيمې خلکو ته زيان رسېدلى او همدارنګه اوه کلي له وسله والو پاک شوي دي.
د ده په وينا، چې ګڼ شمېر وسلې او مهمات يې هم نيولي دي.
د سيمې اوسېدونکي سيداجان پژواک اژانس ته وويل، وسله وال عام خلک د سپر په توګه کاروي، چې بيا د عملياتو په ترڅ کې عامو خلکو ته زيان اوړي.
د ده په وينا، چې ټوله شپه د سيمې خلک نا ارامه وو، هرې خوا ته ډزې اورېدل کېدې.
شينډنډ د هرات ښار سوېل ختيځ ته په ۱۴۵ کيلومترۍ کې پرته نا امنه ولسوالۍ ده، چې له ايران سره اوږده پوله لري.
په دې ولسوالۍ کې تېره ورځ د طالبانو په يوه غلچکي بريد کې د ملي اردو دوه سرتېري هم ووژل شول.
وسله والو طالبانو د شينډنډ د عملياتو په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP