ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

يوه نسوار پلورونکي د فوټبال د بريا په خوښۍ خپله يوه ورځنۍ ګټه خيرات کړه

يوه نسوار پلورونکي د فوټبال د بريا په خوښۍ خپله يوه ورځنۍ ګټه خيرات کړه

author avatar
12 Sep 2013 - 11:53
يوه نسوار پلورونکي د فوټبال د بريا په خوښۍ خپله يوه ورځنۍ ګټه خيرات کړه
author avatar
12 Sep 2013 - 11:53

هرات ښار (پژواک ٢١ وږى ٩٢): په هرات ښار کې يوه نسوار پلورونکي ځوان د افغانستان د فوټبال د ملي لوبډلې د بريا په خوښۍ کې د خپلې يوې ورځې ګټه خيرات کړه.

افغانستان پرون د نيپال په پلازمېنه کټمنډو کې د سوېلي اسيا فوټبال سياليو (ساف) په پايلوبه کې هندوستان ته دوه پر صفر ماتې ورکړه او د دغو سياليو  اتلولي يې خپله کړه، دا د افغانستان په تاريخ کې لومړۍ نړيوال جام و، چې افغانستان ترلاسه کړ.

د هرات ښار په ملک دروازه کې يوه نسوار پلورونکي ١٩ کلن ځوان نذرمحمد محمدي چې د هرات له سلګونو ښاريانو سره يې د فوټبال د بريا خوښي نمانځله، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د نن ورځې ګټه يې د افغان فوټبال لوبډلې د بريا له امله خيراتوي.

هغه زياته کړه: ((نن دومره خوښ يم چې نه يې شم بيانولى.))

محمدي چې د سړک پر سر نسوار پلوري، وايي، چې دى د ورځې تر دوو سوو افغانيو پورې په نسوارو کې ګټه کوي، ټول به خيرات کړي.

نوموړي وويل، که چېرې مې ډېرې ګټلې، نو ډېر به يې خيرات ورکړى و، خو همدومره يې وس دى چې خيرات يې کړي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.