غزني (پژواک ۲۱ وږی ۹۲): په غزني کې د ټاکنو خپلواک کمېسيون چارواکي وايي، چې د دغه ولايت په ځينو ولسواليو کې راتلونکې ټاکنې به د نا امنۍ له امله له ننګونو سره مخ وي.
غزني کې د ټاکنو خپلواک کمېسيون د دفتر مشر عبدالبصير جلالي پژواک اژانس ته وويل، چې دغه ولايت يو نا امنه ولايت دى او لا يې هم ډېرى سيمې تر ګواښ لاندې دي او د حکومت جدي پاملرنې ته اړتيا لري.
جلالي کومه ځانکړې سيمه ياده نه کړه، خو وايي، چې د غزني مرکز اړوند سيمو کې هم امنيت خراب دى او دوى به په خپلو چارو کې له ستونزو سره مخ وي.
نوموړي له امنيتي ځواکونو غوښتنه وکړه، چې د امنيت په برخه کې له دوى سره مرسته وکړي تر څو خلک وکولاى شي په ډاډه زړه په ټاکنو کې ګډون وکړي.
هغه زياته کړه، په مرکز او ١٦ ولسواليو کې د کارتونو د وېش لپاره دفترونه پرانيستي خو په دوو ولسواليو، زنخان او ناوه کې د امنيتي شرايطو له امله نه دي توانېدلي دغه مرکزونه خلاص کړي.
غزني د مرکز په ګډون ټولې ١٩ ولسوالۍ لري.
د ټاکنو د دفتر مشر زياتوي، تر دې مهاله يې په مرکز او ولسواليو کې ٢٣٠٠٠ کسانو ته کارتونه وېشلي، چې ٢٣ سلنه په کې ښځې دي.
نوموړي له خلکو غوښتنه وکړه، چې شځو ته اجازه ورکړي تر څو د ټاکنو کارتونه واخلي او د هېواد په برخليک ټاکلو کې خپل اغېز ثابت کړي.
څه موده مخکې د غزني والي موسي خان اکبرزاده هم ويلي وو، چې په پنځو ولسواليو ګيرو، زنخان، خوګياڼو، رشيدانو او ناوه کې امنيتي شرايط خراب دي او خلک يې په ټاکنو کې ګډون ته اندېښمن دي.
د ولايتي شورا وکيل او ګيلان ولسوالۍ اوسېدونکى عبدالولي خانزاده وايي، چې په ګيلان کې د کارتونو د وېشلو څانګه د ولسوالۍ په ودانۍ کې پرانيستل شوې ده.
نوموړى زياتوي، چې د ولسوالۍ په لرې پرتو سيمو او کليو کې نا امني ده او ټاکنې به له ستونزو سره مخ وي.
خو نوموړى وايي، چې د ګيلان په ځينو کليو کې سيمه ييز پوليس فعال شوي او په هغو سيمو کې به ډېره ستونزه نه وي، خو د وسله والو له لوري ګواښونه به پر خپل ځاى وي.
د غزني ښار يو اوسېدونکی محمدرحيم اريا پژواک ته وويل، يواځې په پنځو ولسواليو کې ستونزه نه ده، بلکې په ټول غزني کې ټاکنو ته شرايط نه دي برابر، خلک د ناامنۍ او وسله والو د ګواښ له امله په وېره کې دي.
نوموړى زياتوي، د غزني ښار امنيت هم د ډاډ وړ نه دى او ان چارواکي نه شي کولى د خپل ځان امنيت هم وساتي، همدا اوس د ولايت او حرام سراى شاوخوا ټولې لارې د خلکو پر مخ تړل شوې دي.
د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې به د راتلونکي ۱۳۹۳ کال د وري مياشتې په ۱۶مه نېټه ترسره شي.