Language

لښکرګاه(پژواک،٢١وږى٩٢) په هلمندکې د بشري حقونو خپلواک کمېسيون چارواکي وايي، چې په تېرو پنځو مياشتو کې ٥٢ ملکي وګړي وژل شوي دي.

 په هلمندکې د بشري حقونو کمېسيون د ولايتي دفتر مشر محمد بلال صديقي ديوې خبري ناستې پر مهال وويل، په دا وروستيوکې په دغه ولايت کې د جګړو په ډيروالي،د ماين په چاودنو او د نورو امنيتي پېښو په پايله کې ډيره مرګ ژوبله ملکي وګړو ته اښتې ده.

هغه زياتوي، په وژل شويو ملکي وګړو کې ١٠ ښځې او ١١ يې ماشومان دي.

د صديقي په وينا،چې  په دې پېښوکې ٥٧  ملکي وګړي ټپيان  شوي هم دي.

نوموړي، د جګړې له ښکيلو خواو غوښتنه وکړه، چې د ملکي وګړود مرګ ژوبلې په مخنيوي کې کوټلي ګامونه پورته کړي، تر څو په  راتلونکي کې  ولسي خلکو ته زيان وانه وړي.

دغه راز صديقي په ياده خبري ناسته کې وويل، په  هلمند کې  د ښځو پروړاندې د تاوتريخوالي کچه مخ په زياتېدو ده.

د ده په وينا، په دې ولايت کې د کولتوري او کورنيو ستونزو له امله ښځې نه شي کولى خپلې ستونزې له کوره بهر له نورو سره شريکې کړي، خو په تېرو پنځو مياشتو کې د مېرمنو په تړاو اتلس پېښې ورغلي،چې يووليس يې تر عدلي ارګانو رسولې دي.

 صديقي زياته کړه ، په دې سيمه کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د زياتېدو يو لامل په سيمه  کې نا امني، د عامه  پوهاوي نشتوالى ، کولتوري او کورنۍ ستونزې دي.

د ده په خبره، د قانون نه  پلي کېدل د دې لامل شوي ، چې د ښځو پر وړاندې ستونزې زياتې شي.

د ده په وينا، په هلمند کې يو د امن کورنشتوالى دى ، چې مېرمنې ټولې ستونزې په خپل کور کې تېروي او تر عدلي ارګانو يې نشي رسولى.

 د بشري حقونو د دفتر مشر وايي، تر دې مهاله د هلمند په محبس کې ٥٤ نارينه د بند شپې ورځې تېروي،چې اوس يې دوى په اړه څېړنه پيل کړې ده.

د هلمند د ښځو چارو رياست يو چارواکى،چې نه غواړي نوم يې واخيستل شي وايي، په هلمند کې د ښځو پر وړاندې پرتې ستونزې د بېسوادۍ له امله دي.

سرچينه زياتوي، د امن کورونه به نور زيانونه رامنځ ته کړي، بيا به په ډير وړه ستونزه هم مېرمنې کورنۍ پرېږدي او امن کورونو ته به ورځي.

Related Topics