Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

“د بنرجي د وژلو پلان له پولې اخوا طرحه شوی و”

ښرنه (پژواک ٢٢ وږى ٩٢): د پکتيکا امنيتي مسوولين وايي، د هندي الاصله افغانې مېرمنې سشميتا بنرجي د وژلو پلان له پولې اخوا طرحه شوی و او ياده مېرمن بهرنيو وسله والو د کورنيو وسله والو په مرسته وژلې ده.

دغه څرګندونې د پکتيکا د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالشاه ظريفي د وږي په ۲۲مه، پژواک خبري اژانس ته وکړې.

نوموړي زياته کړه، هغه دوه تنه کورني وسله وال مخالفين يې نيولي، چې د يادې مېرمنې په وژنه کې نېغ په نېغه لاس لري.

د ده په وينا، نيول شويو دواړو وسله والو مخالفينو په خپلو جرمونو اعتراف کړی او ويلي يې دي، چې دوی ځکه هندي الاصله افغانه مېرمن صاحب کماله وژلې، چې نه يواځې يې له طالبانو څخه د تېښتې په نوم د فلم کيسه ليکلې وه، بلکې له خپل کور څخه به يې د انټرنټ پر مټ هندوستان ته د طالبانو په اړه معلومات لېږل.

هندي الاصله افغانه مېرمن صاحب کماله د هندوستان د بنګال ايالت اوسېدونکې وه، چې نږدې ۲۵ کاله وړاندې يې له مسلمانېدو وروسته د پکتيکا له يوه تن سوداګر جانباز خان سره واده وکړ، خو د وږي په ۱۴مه شپه د وسله والو له خوا ووژل شوه.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.