Language

د بهرنيو چارو وزارت د امريکا پر کونسلګرۍ بريد وغانده

کابل (پژواک ٢٢وږى ٩٢):دافغانستان دبهرنيو چارو وزارت په هرات کې دامريکا پر کونسلګرۍ بريد د يوه تروريستي عمل په توګه غندلى دى.

دغه بريد نن سهار شاوخوا پنځه نيمې بجې د يو شمېر بريدګرو له خوا د  هرات په پنځه ستوري هوټل ، چې د امريکا کونسلګري په کې ده ، وشو.

 په دغه بريد کې ټول اووه بريد کوونکي له دوه افغان امنيتي ځواکونو سره وژل شوي او ١٩ تنه نور ، چې ډيرى يې ملکي وګړي دي، ټپيان شوي دي.

په هغې خبرپاڼه کې ، چې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت له خوا پژواک ته را لېږل شوې،  دغه ډله ييز بريد د يوه تروريستي بريد په توګه په کلکو ټکو غندل شوى دى.

 خبرپاڼه زياتوي: ((دغه تروريستي بريد، يو ځل بيا د افغانستان د دښمنانو ناکامي او د افغانستان د سوله دوستو وګړو د ژوند په مقابل کې د دوی وحشيانه او ظالمانه بې تفاوتي ثابتوي.)) 

 د بهرنيو چارو وزارت وايي، چې افغان ملي امنيتی ځواکونو دغه بريد په ډير لږ وخت کې ترکنټرول لاندې راووست او په خپل دې کار يې د لا زياتو ملکي تلفاتو او د امريکا  کونسلګرۍ  کارکوونکو ته  د زيات اوښتو  مخنيوى وکړ.

 سرچينه وايي: ((زموږ امريکايي همکارانو ډاډ راکړى، چې د دوی دکونسلګرۍ ټول کارکوونکي خوندي دي.‌))

 د کورنيو چارو وزارت هم په يوه خبرپاڼه کې ددې بريد د غندلو ترڅنګ، ويلي ، چې ياد بريد افغان امنيتي ځواکونو په مېړانې سره کنټرول کړى او ټول بريد کوونکي يې وژلي دي.

 دغه وزارت وايي: (( باور لرو، چې دا ډول کړنې به د ملي پوليسو کلک عزم  ورمات نکړي.))

وسله والو طالبانو ددغه بريد مسووليت پرغاړه اخيستى او ويلي يې دي، چې په دغه بريد سره يې ثابته کړه ، چې امريکايان په هيڅ ځاى کې خوندي نه دي.