لښکرګاه (پژواک ٢٢ وږى ٩٢): د هلمند د ټاکنو کمېسيون وايي، چې په دغه ولايت کې د نوم ليکنې په بهير کې د ښځو ونډه په نشت حساب ده.
دغه څرګندونې د هلمند د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مشر انجنير عبدالهادي، په دې ولايت کې د ښځو لپاره د عامه پوهاوي په جوړې شوې غونډه کې وکړې.
ده وويل، که څه هم تردې مهاله په هلمند کې د دوى د کارونو پر وړاندې لويه ستونزه نه ليدل کېږي، خو له مرکز لښکرګاه او ګرشک ولسوالۍ پرته په نورو ټولو ولسواليو کې د نوم ليکنې په پروسه کې د ښځو ونډه د دوى د هيلې خلاف کمه ده.
د ده په خبره، تردې مهاله د هلمند په يوولسو ولسواليو کې ٤٢زرو کسانو نوم ليکنه کړې ده، چې په دې کې يواځې درې زره ښځې دي، چې اووه سلنه جوړوي.
هغه زياته کړه، د نوم ليکنې په پروسه کې د ښځو د ونډې د کمېدو لامل ځايي کولتور او کورني دودونه دي، چې دوى يې اندېښمن کړي دي.
د هلمند مرستيال والي احمد مسعود بختور وويل، که چېرې د ښځو ونډه په نوم ليکنه کې په همدې ډول پرمخ ولاړه شي، د ټاکنو په ورځ به هم يادې ستونزې وي او د خپلې خوښې کانديد ته به رايه نه شي ورکولى.
نوموړي د دې ولايت له نارينه او ښځينه وو څخه غوښتنه وکړه، چې د نوم ليکنو نږدې دفترونو ته ورشي او کارتونه ترلاسه کړي.
د ده په خبره، ښځې حق لري چې له نارينه وو سره يوځاى په ملي مسايلو کې يو شان برخه واخلي او نارينه دې د نوم ليکنو دفترونو ته د ښځو مخه نه نيسي.
په هلمند کې د ښځو چارو رييسې جميلې نيازۍ وويل، په دغه ولايت کې د نوم ليکنې په بهير کې د ښځو نه ګډون له يوې خوا د عامه پوهاوي نشتوالى، د مرکزونو کمښت او له بلې خوا ځايي کولتور او کورني دودونه بولي.
بل خوا د نادعلي ولسوالۍ د ټولنيزې شورا يوه غړي محمدعمر اڅک، پژواک ته وويل، لويه ستونزه دا ده، چې د نوم ليکنې مرکزونه کم دي او خلک ورته لاسرسى نه لري، نو بايد چې د مرکزونو شمېر زيات شي.
د يادونې ده، چې تر اوسه د هېواد په کچه له يو ميليونو څخه زياتو کسانو د ٢٦٠ زره ښځو په ګډون د ١٣٩٣ کال دولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو د ټاکنو لپاره کارتونه اخيستي او په ټوليزه توګه څلور ميليونو کسانو ته کارتونه ورکول کيږي.