لښکرګاه-اسعداباد (پژواک ٢٣ وږى ٩٢): په هلمند کې ځايي چارواکي وايي، چې د مارجې ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو ولسوال د ايساف په يوه هوايي بريد کې وژل شوى دى.
د والي وياند عمر ځواك د وږي په ۲۳مه پژواك خبري اژانس ته وويل، چې تېره شپه د مارجي په سيستاني سيمه كې د ايساف ځواکونو پر دوو تنو هوايي بريد وکړ.
هغه زياته کړه، چې د مارجې لپاره د طالبانو ولسوال ملا محمد خان وژل شوى او د نعمت الله په نوم يو تن ټپي شوى دى.
د نوموړي په وينا، ملامحمد خان د كوچي شبكي په نوم په همدې سيمه كې فعاليت كاوه چې په وژلو سره به يې د ډېرو امنيتي پېښو مخه ونيول شي.
د نادعلي ولسوالۍ يوه اوسېدونكي د نوم نه ښودو په شرط پژواك اژانس ته ويل، چې ملا محمد خان د نادعلي د ناقل اباد سيمې د يوه قومي مشر حيدر خان زوى و او د طالبانو په پخوانۍ دوره كې يې هم دنده ترسره كړې وه.
نوموړي وويل، وژل شوي ولسوال له ځايي دود سره سم د غېږ ايستلو په لوبه سارى نه درلود.
د سرچينې په وينا، هغه په لومړيو کې له دولت سره يو ځاى شوى و، خو ورسره د دولت د ناسم چلند له امله يو ځل بيا يې وسله اخيستې وه.
د والي وياند دغه راز وويل، چې تېره ورځ د سيساتي په سيمه کې د پوليسو د ماموريت مشر روزي خان د ماين شنډولو پر مهال وژل شوى دى.
وسله والو طالبانو تر اوسه د يادو پېښو په اړه څه نه دي ويلي.
بلخوا د کونړ په چپه دره ولسوالۍ کې د ملي ځواکونو په عملياتو کې ١١ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په کونړ کې د ٢٠١ سېلاب قول اردو د دويمې پلې لوا د عامه اړيکو مسوول جګړن شيرين اغا يوسفزي پژواک اژانس ته وويل، چې په چپه دره کې د پيل شوو عملياتو په دويمه ورځ پرون د ماڼوګي ولسوالۍ د ليچه لام په سيمه کې اته وسله وال وژل شوي او درې يې ژوبل دي.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې په دې نښته کې اته سرتېري وژل شوي، يوولس ټپيان دي او دوه رينجر موټر له منځه تللي دي. هغه د طالبانو وژل کېدل رد کړل.
بلخوا د ملي دفاع وزارت ويلي، چې د غزني په قره باغ ولسوالۍ کې د ماين په يوه چاودنه کې د ملي اردو درې سرتېري وژل شوي، دغه راز په سرپل کې هم يو سرتېرى وژل شوى او په کونړ کې دوه نور سرتېري ټپيان شوي دي.