Language

د هلمند له سنګين ولسوالۍ وسله وال وتلي

لښكرګاه (پژواك ۲۳ وږى ۹۲): امنيتي مسوولين وايي، چې د هلمند په سنګين ولسوالۍ كې د امکاناتو د نه شتون له امله وسله والو طالبانو سيمه پرېيښې او تللي دي.

د ۲۱۵ ميوند قول اردو د دويمې لوا قوماندان بريد جنرال زمري فيضي په سيمه كې خبريالانو ته وويل، چې افغان امنيتي ځواكونه په دې توانېدلي چې ډېرى سيمې بېرته له وسله والو ونيسي.

هغه زياته کړه، پخوا دغه سيمې د سيمه ييزو پوليسو په واک کې وې او اوس ترې وسله وال په وتو دي.

نوموړي زياته كړه، په سنګين كې د افغان ځواكونو د پرمختګ يو لامل دا دى، چې د پوليسو تر منځ پرتې ستونزې هوارې شوې او له بلې خوا د وسله والو طالبانو د اكمالاتو لارې هم بندې شوې دي.

فيضي وايي، د دغو عملياتو پر مهال ۵۲ وسله وال طالبان وژل شوي او۶۰ نور ټپيان شوي دي.

دغه راز په همدې سيمه كې د ۲۱۵ ميوند قول اردو قوماندان اركان حرب سيدملوک وويل، جګړه د دولتي ځواكونو په ګټه پر مخ روانه ده او ډېر ژر به ټولې سيمې له وسله والو پاكې او امنيتي پوستې به په كې ځاى پر ځاى شي.

د هلمند د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر جمعه ګل همت هم وايي، چې اوس يې د سنګين ډېرى سيمې د دولت له مخالفينو پاكې كړې دي.

د ده په وينا، له پلان سره سم به په ساروان كلا، ګرماب او اذان سيمو كې هم په نږدې ورځو کې عمليات پيل کړي.

نوموړي وويل: ((د عملياتو پر مهال امنيتي ځواكونه له احتياطه كار اخلي ځكه په سيمه كې ډېر ماينونه ځاى پر ځاى شوي دي.))

د ده په وينا، په عملياتو كې ګڼ وسله وال وژل شوي او وسلې يې هم ترې نيول شوې دي.

په سنګين كې شاوخوا پنځه مياشتې مخکې جګړه پيل شوه، هغه مهال چارواکو ويلي وو، چې د ١٠٠٠ تنو په شاوخوا کې بهرني او افغان وسله وال پر ولسوالۍ او امنيتي پوستو د بريد پلان لري.

په دې موده کې د جګړو له وېرې سلګونه کورنۍ ګډوالې شوې او په ترڅ کې امنيتي ځواکونو او وسله والو ته هم ډېر زيانونه واوښتل.

خو طالب وياند قاري يوسف احمدي وايي، چې په سنګين کې اوس هم پراخ نفوذ لري او دومره زيان نه دى ورته اوښتى چې دولتي لورى يې يې ادعا کوي.

Related Topics