جلال اباد (پژواک ٢٣ وږى ٩٢): په لغمان ولايت کې يوې علني محکمې د يوه صراف څلور تنه قاتلان په اعدام محکوم کړل.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د وږي په ٢٣مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه علني قضايي محکمه، نن د لغمان د استيناف محکمې د رييس قضاوتمند فضل الهادي فاضل تر څارنې لاندې د ښاري محکمې د رييس قضاوتمند ظهورالدين مولوي زاده په مشرۍ د يادې محکمې د غونډو په تالار کې تر سره شوه.
هغه زياته کړه، په دې غونډه کې پر قضايي پلاوي، د قضيې پر دواړو لورو، مدافع وکيلانو او قاضيانو سربېره ګڼ شمېر قومي مشرانو، صرافانو او د ولايتي شورا منشي ګلزار سنګروال هم برخه درلوده.
دى وايي، په پيل کې د ښاري محکمې رييس د قضيې په اړه معلومات وړاندې کړل او ياده يې کړه، چې نننۍ علني محکمه د مقتول عبدالقاهر صراف او د ټپي ميرويس صراف د قضيې په اړه جوړه شوې او ډاډ يې ورکړ، چې دوی به خپله پرېکړه عادلانه کوي.
وروسته موظف څارنوال صالح محمد جوړه کړې صورت دعوه، چې د الزام دلايل يې په کې وړاندې کړي وو، ولوسته. بيا د تورنو کسانو مدافع وکيلانو هر يو توريالي مقنن او محمداغا صافي خپله دفاعيه وړاندې کړه او ورپسې د پېښې عيني شاهدانو او د زيانمنو شويو کورنيو غړو ته د خبرو کولو وخت ورکړل شو.
د والي وياند وايي، په پای کې قضايي پلاوي تر غور او دقت وروسته په خپله پرېکړه کې هېواد د محمدعوض زوی، اشرف د زرجان زوی، بريالی د فيض محمد زوی او همايون د عمرخان زوی ته د عبدالقاهر صراف د قتل او لاره شکونې او د ميرويس صراف د ټپي کېدو له امله د جزا د قانون د ۴۴۹مې مادې د حکم پر بنسټ د اعدام سزا واوروله.
د هغه په وينا، د قضايي پلاوي دغه پرېکړه د غونډې د ګډونوالو له لوري له تاوده هرکلي سره مخ شوه.
قاضي وويل، چې دا لومړى پرېکړه ده او دوى کولى شي دويمې محکمې ته مراجعه وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP