Language

غزني او کندهار کې درې ماشومان وژل شوي

غزني (پژواک ۲۳ وږی ۹۲): چارواکي وايي، چې په کندهار کې دوه ماشومان ماين چاودنې او په غزني کې يو ماشوم وسله والو وژلى دى.

د کندهار ولايت د رسنيو له دفتره پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نن سهار  په پنجوايي ولسوالۍ کې د ماين چاودنې دوه ماشومان وژلي دي.

خبر پاڼه زياتوي، بل ماين د يادې ولسوالۍ د زنګ په سيمه کې په خپله پر طالبانو چاودلى او يو تن يې وژلى دى. 

خبر پاڼه کاږي، چې پوليسو او ملي ارودو پرون د ژېړۍ ولسوالۍ د کارېز په ساحه کې د توغنديو نهه مرمۍ، ٢٥ ګرنېټونه او ١٥د هاوان سرګلولې  ترلاسه کړې دي، خو په تړاو يې څوک نه دي نيولي.

دغه راز د غزني د ولايتي روغتون رييس ډاکټر بازمحمد همت وايي، دوى ته د يوه ١٥ کلن زلمي مړى، چې پر ډزو وژل شوى، ور وړل شوى دى.

نوموړي پژواک ته وويل، دغه زلمى نن غرمه (د وږي ٢٣مه) د ګنج په سيمه کې ناپېژانده وسله والو وژلى دى.

د سيمې يو اوسېدونکى علي محمد وايي، چې دغه ځوان پرون نادرکه شو او نن يې د ګنج په سيمه کې مړى موندل شوى دى.

هغه وايي، په دې نه پوهېږي، چې دغه زلمى به چا او پر کوم تور وژلى وي.

Related Topics