چاريکار (پژواک ٢٣ وږى ٩٢): په پروان کې د دولت له وسلوالو مخالفينو سره د تړاو په تور يو پوليس ونيول شو او د ناقانونه وسله والو په نښته کې يو تن ووژل او دوه نور ټپيان دي.
د پروان ولايت د بګرام ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونوال حشمت الله مسلم پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره شپه له وسله والو مخالفينو سره د تړاو په تور د جنت ګل په نوم د پوليسو يو سرتېرى د دې ولسوالۍ د رباط په سيمه کې په خپل کور کې له وسلو سره ونيول شو.
هغه وايي، چې افغان ګډو ځواکونو د جنت ګل کور د مخکې ترلاسه شوي راپور له مخې تلاشي کړ.
د سرچينې د څرګندونو له مخې، د پوليسو د ياد سرتېري له کور څخه يو ٨٢ ملي متري توپ، دوه کلاشينکوفونه او يوه تومانچه چې په وښو کې ځاى پر ځاى شوي وو، ترلاسه شول.
ده وويل، چې جنت ګل په کابل کې د کورنيو چارو په وزارت کې دنده لرله.
د مسلم په وينا، پوليس هڅې کوي، چې د جنت ګل له لارې په بګرام کې د وسله والو مخالفينو د ډلې غړي پيدا او ونيسي.
په بګرام کې د دولت وسله وال مخالفين له پخوا فعاليت لري او کله، کله د بګرام پر هوايي ډګر چې د امريکايي ځواکونو اډه په کې ده، د توغنديو بريدونه کوي.
د يو بل خبر له مخې، تېره شپه د پروان په مرکز چاريکارو کې د څو کسانو تر منځ چې دوه يې ناقانونه وسله وال وو، نښته شوې ده.
د پروان د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدير سمونوال لطف الرحمن رشاد وايي، چې په دې نښته کې يو تن وژل شوى او دوه نور ټپيان دي.
هغه وويل، چې د نښتې پر مهال له يادو دوو وسله والو څخه له يو تن سره درې تنه او له بل سره دوه تنه ملګري وو، خو پرته له يادو دوو تنو نورو وسلې نه لرلې.
دى وايي، چې له يادو وسله والو څخه يو تن وژل شوى او د بل وسله وال دوه ملګري ټپيان دي او دا مهال د پروان په ولايتي روغتون کې تر درملنې لاندې دي.
رشاد وويل، چې په دې وسله واله شخړه کې ښکېل پاتې نور کسان تښتېدلي دي.
هغه د نوور معلوماتو له ورکولو پرته وويل، چې دغه شخړه د پخوانۍ دښمنې له امله رامنځته شوې ده.