هرات ښار ( پژواک ٢٣ وږى ٩٢ ) : د هرات په کهسان ولسوالۍ کې درې تنه ماين پاکوونکي تښتول شوي دي.
ددې ولايت د لويو لارو دساتنې د ټولي قوماندان عزيز احمد د وږي په ٢٣مه، په هرات ښار کې خبريالانو ته وويل چې دا پېښه نن تر غرمې مخکې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه چې د هيلو ټرسټ ماين پاکۍ موسسې اړونده دغه ماين پاکوونکي د اسلام کلا د احمد اباد په کلي کې له لويې لارې څخه تښتول شوي دي.
نوموړى وايي چې دغه کسان خپلې دندې ته روان وو، چې په لاره کې وسلوالو وتښتول.
عزيز احمد وويل چې پوليسو په سيمه کې د هغوى د پيدا کولو په موخه جدي پلټنې پيل کړې دي.
په هرات کې د هيلو ټرسټ موسسې په دې اړه له خبرو کولو ډډه وکړه.
کهسان د هرات لويديځ ته په ۱۱۰ کيلومترۍ کې ايران سره په ګډه پوله موقعيت لري.
دوه مياشتې مخکې هم په دې ولايت کې د ماين پاکۍ د يوې موسسې پنځه کارکوونکي له ادرسکن ولسوالۍ څخه تښتول شوي وو، خو وروسته يې خوشې کړل شول.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP