Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ځينو مهمو څېرو په ګډون ٣٠ کسانو د کانديدۍ لپاره معلوماتي کڅوړې ترلاسه کړې

کابل (پژواک ٢٤ وږى ٩٢): د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي چې نن تر غرمې وروسته د يو شمېر مهمو سياسي څېرو په ګډون ٣٠ کسانو د ولسمشرۍ د راتلونکو ټاکنو لپاره معلوماتي کڅوړې اخيستې دي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسيون يوې باوري سرچينې د وږي په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، په دغو مهمو کسانو کې چې غواړي ځان راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو ته کانديد کړي، د ملي اېتلاف مشر ډاکتر عبدالله عبدالله، د دغه اېتلاف بل مهم غړى احمد ضياء مسعود، ډاکتر اشرف غني احمدزی، د سوداګرۍ وزير ډاکتر انوارالحق احدي، د حق او عدالت ګوند مشر حنيف اتمر، محمد محقق، د دفاع پخوانى وزير عبدالرحيم وردګ، د ولسمشر سلاکار حکيم نورزي، د ننګرهار والي او سلاکار وزير ګل اغاشېرزی، سردار محمد نادر نعيم، انجنير عبدالله کندهارى، پخوانى کانديد سرور احمدزی، د حرکت همبستګي مشر دل اقا کوهدامني، داوود سلطان زوی، حاجيه خديجه غزنوي، محمديوسف وياړ، يونس فکور او يو شمېر نور شامل دي.

پرون د دغه کمېسيون د دارالانشاء رييس ضياء الحق امرخېل پژواک ته ويلي وو، چې تر اوسه د ولايتي شوراګانو لپاره ٨٠٠ کسانو دغه کڅوړې ترلاسه کړې دي.

هغه زياته کړې وه: ((کومو کسانو چې دا کڅوړې ترلاسه کړې، د هغوى کانديدل قطعي نه دي او دوى يې نومونه هم تر رسمي نوم ليکنې مخکې نه شي اعلانولى.))

امرخېل ويلي وو، چې په دغو کڅوړو کې د ولسمشرۍ او ولايتي شورا کانديدانو ته د کانديداتورۍ شرايط او نور معلومات ځاى پر ځاى شوي دي.

 

د راتلونکو ټاکنو د کانديدانو نوم ليکنې پروسې د نېټې په رانږدې کېدو سره سم د سياسي ډلو، اېتلافونو او بېلابېلو ټولنو تر منځ خبرې اترې خپل اوج ته رسېدلې دي.

د اپوزېسيون ځينو ډلو، سياسي ګوندونو او د بلخ د والي په ګډون يو شمېر څو ورځې مخکې د ټاکنيز اتحاد په نوم يوه ډله اعلان کړه.

بلخوا ويل کېږي چې د بهرنيو چارو وزير ډاکټر زلمى رسول د دولتي کانديد په توګه رابرسېره کېږي، چې عطاء محمد نور به يې لومړى مرستيال او محقق به يې دويم مرستيال وي.

دغه راز د ډاکټر اشرف غني د کانديدۍ د ملاتړ لپاره هم د يو شمېر سياسي ګوندونو، اېتلافونو او سياسي څېرو تر منځ خبرې روانې دي.

بلخوا د ټولټاکنو خپلواک کمېسيون اعلان کړى چې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو د ټولټـاکنو لپاره د کانديدانو د نوم ليکنې رسمي پروسه سبا (د وږي په ٢٥مه) پيلېږي او د تلې د مياشتې تر ١٤مې به دوام کوي. د کانديدانو وروستى لېست د لړم په ٢٥مه اعلانېږي.

د ياد کمېسيون له خوا پژواک ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د نوم ليکنې مرکزونه هره ورځ د سهار له اتو بجو د مازديګر تر څلورو بجو پورې پرانيستي وي.

د راتلونکي دوري د ١٦مې نېټې ټاکنو لپاره ټاکنيز کمپاين د روان لمريز کال د لړم په ٢٦مه پيلېږي او د ١٣٩٣ لمريز کال د وري تر ١٣مې به ادامه وکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.