Language

لښکرګاه کې يوه پوليس افسره ټپي شوه

لښكرګاه (پژواك ۲۴ وږى ۹۲): د هلمند دولتي مسوولين وايي، چې نن سهار په لښکرګاه ښار کې د ښځينه پوليسو يوه افسره د نامعلومو وسله والو په بريد کې ټپي شوه.

د امنيه قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر مرستيال شاه محمد اشنا د وږي په ٢٤مه پژواك خبري اژانس ته وويل، چې پېښه نن سهار وخته په داسې حال کې رامنځته شوه، کله چې د نګار په نامه د ښځينه پوليسو ياده افسره له کوره د خپل دفتر پر لور روانه وه.

نوموړي زياته کړه، چې په دغه بريد کې نګاره سخته ټپي شوې او د درملنې په موخه ايمرجنسي روغتون ته لېږدول شوې ده.

د هغه په وينا، بريد کوونکي، چې پر دوو موټرسايکلونو راغلي وو، تر بريد وروسته په تېښته بريالي شوي دي.

اشنا وايي، چې پر يادې افسرې د بې غږه تومانچې ډزې شوي او د پېښې په اړه پلټنې پيل شوې دي.

دا پېښه د لښکرګاه ښار د زرګرانو مارکېټونو ته څېرمه رامنځته شوې ده.

د يادې سيمې يوه اوسېدونکي خان محمد پژواك ته وويل، چې په دې ساحه کې پوليس ډېر ليدل کېږي، خو بيا هم دا پېښه رامنځته شوه.

د يادولو ده، چې دوه مياشتې وړاندې هم په لښكرګاه ښار كې په ورته يوه بريد کې يوه پوليس افسره وژل شوې وه.

Related Topics